Home » بېلا بېلي لیکني » تصوف، د دین او انسان سره یې اړیکه

تصوف، د دین او انسان سره یې اړیکه

لیکوال: ملا حبیب الله “مؤذن”

یوازې زموږ ابن عربي، غزالي، رباني، فارابي، بوعلي او مولایِ روم (رحمهم الله تعالی علیهم اجمعین) ندي، بلکه له ادم نه تر دې دمه، ټول قومونه که هغه بې دینه دي او که دینداره، له اسمان سره تعلق لري، او یا نه، په پټه یا ښکاره په دې حقیقت معترف دي، چې انسان یوازې د دې ملموس پیکر نوم نه دی، بلکې انسان په خپل وجود کې یو پُر اسراره مخفي قوت هم لري، چې په دې ظاهري جسم یې پوره حکمراني چلیږي.

دا داسې یو حقیقت دی لکه د لمر وجود، چې انکار ترې کیدای نشي نو ځکه په دې هکله د اسلامي عارفانو او یا غیرِ مسلِمو عبارات نقلول بې ګټې دي.

پاتې شوه دا خبره چې د دې مخفي جهان اصلي ابادي چیرته او له انسان سره یې تعلق څه ډول دی ؟ په خپل ذات کې څه ډول موجود دی :جوهردی که عرض؟ اویا داچې: صفات او خصوصیات یې څه دي ؟ نو دا هغه پوښتنې دي، چې په هکله یې تفصیلي علم هیڅوک هم نه لري:

وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا ( ۸۵ ) سورة الاسراء

البتة اجما لاً دومره ویلی شو، چې د اسلامي عارفانو له عباراتو مالومیږي چې، له دې عنصري وطن څخه ماسوا یوه بله داسې سیمه هم شته چې له مادې او مادي لوازمو پا که ده، کومې کمزوریانې چې د مادیت لازم دي هلته نشته، هغه د لطافت، ملَکْیت او روحانیت نړۍ ده.

دا چې د صوفیانو ټول معارف په یو ډول نه یو ډول په شریعت کې اساس لري؛ نو همدې خبرې ته یې هم له دې حدیث څخه ډیر ښکاره استد لال کیدلی شي:

[أ لارواحُ جنودٌّ مُجنّدة]

یعني انساني روحونه د منظمو لښکرو په څیر صف صف دي، نو معلومه شوه چې حتماً داسې یوځای شته چې دا لښکرې پکې ځای پر ځای دي، همدا ځای د تصوف په اصطلاح کې عالمِ ارواح، ملکوت، اوعالمِ امر بولي.

او له انسان سره ددې نړۍ تعلق څه ډول دی؟ نو په دې اړه د مولایِ روم دا بیت کافي دی:

اتّصالِ بې تکَیُّفْ، بی قِیا سْ
هَستُ ربُّ النّاسُ را با جانِ ناس.
ْ
یعني د روحاني نړۍ له لارې د خلکو خالق له خلکوسره داسې رابطه لري، چې څو ک یې په څرنګوالي نه پوهیږي.

او د دې عالم حقیقت یوا ځې خدای ته معلوم دی، خو دومره ویلی شو چې ازلي نه، ابدي دی، عرض نه دی جوهر دی، او صفات یې ګردسره مَلکي، او یا هغه صفات دي چې د اللّه تعالی په نزد خوښ دي، لکه داللّه تعالی معرفت، محبت، علم، او د الله تعالی په مشاهده او ذکر کې انهماک(ډوبیدل).

د یو شي په اړه ښایي انسانان بیلا بیل نظریات ولری؛ که له یوه ډاکټره پوښتنه وکړې: چې انسان څه شی دی؟ دَی به درته وایي چې د غوښې، رګونو، پلو، او هډوکو نه جوړ یو جسم دی، ځکه د ډاکټر صاحب له همدې شیانو سره کار او همدا یې د علم مبلَغْ دی، خو که په دې اړه له یو صوفي څخه پوښتنه وکړې، هغه به دې یو څو ګامه له ځان سره لاندې بوزي، او درته وایي به چې الله تعالی دوه ډوله مخلوق لري: جسماني او روحاني، بیا خدای پاک همدې دوو اجزاوو ته د خپل قدرت په کار خانه کې یو خاص قسم امتزاج ورکړ، چې په همدې توګه د “لطافت او کثافت” دې ترکیبي نسخې (انسان)تبارزوکړ.

نو انسان د روح او جسم دواړو نوم دی، خو د حساب وړ جزء یې روحانیت دی؛ ځکه چې کله د دې دوه ګونو اجزاوو په افتراق سره د مرګ پیښه رامنځته کیږي، او روح خپل اصلي مقر ته رجوع کوي، نو سره له دې چې په عنصري کالبوت کې د ذرې هومره توپیر، زیادت اوکمبوت هم نه وي راغلی، خو هیڅوک یې انسان نه ګڼي، تر پرونه دی انسان و، د املاکو مالک، د ښځې میړه، د بچو پلار، په یو لړ مذهبي مراسمو مکلّف او د خپل رب او بني نوعو د حقوقو پابند و، خو نن له هر څه خلاص دی.

دا خپله د دې مدّعا لپاره عقلي دلیل دی، چې انسان د هماغه مخفي جوهر نوم دی چې اللّه تعالی د یو مقصد لپاره دې عالم ته رالیږلی، او د دې لپاره چې د دې مؤقّتي وطن له منافعونه په ګټه اخستو د خپل اصلي مقصد په لوري لار ووهي، له همدې کوره یې د سپرلۍ انتظام هم ورته کړی، چې د یوې معلومې مودې تر سفري کولو وروسته هرو مرو له دې سپرلۍ نه راکوزيږي (مړ کیږي)

دا مشهوره ایت :

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ( ۵۶ ) سورة الذاریات

چې واعظین یي ډیر استعمالوي، خو په داسې تعبیر او تشریح سره نه چې چا ته د آیت د اصلي مفهوم په اړه بصیرت حاصل شي.

پدې آیت کې که “خلق” په دې مانا واخلو چې روح له جسم سره تړل او “عبادت” مجازاً د خپل مسبب(معرفت)په معنی کړو، نو دا مفهوم په لاس راځي :ما انسان دې عالم ته د دې لپاره رااستولی، چې په همدې وطن کې د اوسیدلو په موده کې به، په داسې حال کې چې د دې دنیا غبار او تاثیر به پرې پروت وي، د پخوا په څیر به بیرته ماته ځان نږدې کوي، ما به پیژنې، او له ماسره به مینه کوي.

دا مسلّمه قاعده ده چې میلمه که هر څومره پیاوړی وي، خو بیا هم د کوربانه تر تاثیر او اختیار لاندې وي، نو په همدې اساس انسان هم، چونکه د خپل ثانوي جزء یعنې څلور ګوني عناصرو په کور کې میلمه دی، او د دې کوربانه، هوا او میلان ټول هغه صفاتو او اخلاقو ته دی، چې د ده د حقیقي وجود په څیر، پَسْت، پریوتي او کاملاً له هغو صفاتو سره په ټکر کې دي، کوم چې د انسان ذاتي غوښتنه، د ژوند مقصد، او د ارتقاء مدار دی.

انسان په دې مکلّف دی چې د ژوند تر پایه به له نوموړي غباره ځان صفا ساتي د فاني ژوند په رنګینیو کې به خپل اصلي محبوب له یاده نه باسي

رښتیا! څومره ستر مُکلّفیت، او ستونزمن مأموریت دی!!؟ کوم صوفي شاعر، غالباً د
سُکَرْ په حالت کې د اِدلالْ او ناز په ژبه له خپل رب نه داسې ګیله کړې:

در میانِ قَعْرِ دریا تخته بَندمْ کَرده ِئ ِ بازُمیګُویي که دامَنْ ترمکُنْ هوشیارُباشْ

(د دریاب په تل کې دې، په تخته باندې کلک تړلی یم ، او بیا دا هم راته وایې، چې ګوره! لمن وچه ساته).

د تصوّف ستر لارښود مولایِ روم بیا دا مشکل او خپل عُجز داسې بیان کړی:

صَد هَزارانْ دامُ دانَه سْتَ ای خُدا ما چُو مُرغا نِ حرِیصُ بِیْنَوا

دَمْ بَه دَمْ پا بَسْتَه ئِ داِم نَوِ یْم
هَر یکِی ګَر بازُ وْسِیمُرغِیْ شَوِ یْم

مِیرَ ها نِیْ هر دَمِیْ ما را و ُبازْ
سُویِیْ دامِی ْ مِیرَوِیمْ ایْ بِې نِیازْ.

(په سلهاوو زره دامونه دي، چې د موږ د ګیریدو لپاره پکښې، د موږ مرغوبه غذا (نفسي خواهشات)ایښودل شوې، او موږ که هر څو ځان ته یو څه وایو، خو بیا هم د وږیو مرغانو په څیر، د همدې غذا د حصول لپاره، هرساعت په یو نه، یو دام کې نښتي یو، ته مو بیا په خپل فضل خلاص کړې، خو موږ بیا…)

له همدې غباره ځان ساتل، د هغه امانت یو دلچسپ تعبیر دی، چې په دې آیت کې یې یادونه شوې:

إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ ۖ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ( ۷۲ ) سورة الاحزاب

هو! هغه امانت، چې د کائناتو لوی او واړه ارکان یې یو هم د ټینګې نه ول، خو انسان ځکه قبول کا؛ چې په ده کې د ترقي استعداد شته؛ یو څوک چې ظلوم(په غبار سپیره، ګنهګار) کیدلی شي، هغه عادل (له غباره پاک، متقي)کیدلی هم شي، یو څوک چې جهول (غیر عارف)وي هغه عالم (عارف)کیدلی هم شي.

دا چې انسان واقعا د دې مأموریت په ادا کولو کې معذور دی، نو رب تعالی، د خپلې عذر شناسۍ له مخې، دې عذر ته په پام، دا مسافر انسان، هیڅکله یوازې او بې رابطې نه دی پریښی؛ د تاریخ په اوږدو کې مهربان خدای هر وخت بشریت په نبوت سره نازولی، په ټول تاریخ کې داسې زماني مقطع نشته چې هلته دې یا نبي نه وي، یا د نبي په ګدۍ ناست وارثین، او یا هم د برحق دین څه پاته شوني.

الله تعالی همیشه د خپلو استازو په خوله، په ټولو خلکو د زماني او مکاني ماحول مطابق، څه داسې ظاهري او باطني اعمال مقرر کړي، چې په پابندۍ سره ادا کول یې، انسان د دې جوګه کوي، چې د دریاب په تل کې هم لا خپله لمنه وچه وساتي.

دا هغه نظریه ده چې، د دین د احکامو راز افشا کوي، او د دین اهمیت توجیه کوي.

د دین ټول احکام، عبادات او د یو غیر مرئي طاقت په وړاندې، ټنډه په ځمکه ایښودل، د انساني روح فطري تقاضا ده، که دا نه وای، نو د انساني روح د جوش، جنون او شوق علاج به ناشونی وای، ځکه هم د نړۍ په غیر الهامي مذاهبو او وحشي ترینو اقوامو کې هم لا د عبادت په نامه څه نا څه مراسم ضرور میندل کیږي، نو آسماني مذاهب به څنګه ترې خالي وي؟

خو انسان په دې اعمالو د عمل کولو په لار کې دوه ستر خنډونه لري
اول: نفس:

(دانسان دثانوي اجزاووله امتزاجه، پیدا شوی طاقت، چې ټول میلان یې ناوړه چارو ته دی)

دوم:شیطان:

چې تاسو یې تر ما ښه پیژنئ.

نو تصوّف د خپلو ځانګړو اوضاعو، اشغالو، آدابو، اذکارو او قوانینو په ذریعه، انسان ته لاس ورکوي، تر څو ددې دوه ګونو خنډونو، په کمزوري کولو سره په دین باندې عمل ورته اسان شي، چې له همدې لارې بیا خپل هغه پور ادا کا د کوم یادونه مو چې وړاندې وکړه.

دا چې صوفيانه اشغال څنكه او ولې انسان دې مطلوب ته رسوي؟
او د مخالفينو لخوا د همدې أشغالو او أذكارو په هكله د يو لړ سربيرنو اعتراضاتو ځواب او په همدې هكله خپله د صوفيانو د ځينو عملي او نظري غلط فهميو إزاله به كه خدای كول بيا بل وخت……

About admin