Home » بېلا بېلي لیکني » مسلمانان ولې ستړی او ستونزمن ژوند لري؟

مسلمانان ولې ستړی او ستونزمن ژوند لري؟

مولوي عبدالرحمن

د دنیا په ژوند کې عموما مسلمانان له ډول ډول مصیبتونو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي او کافران بیا په عیش او عشرت، امن او امان کې ژوند کوي. د ژوند له هر ډول هوسایي څخه برخمن وي، دا یو داسې کیفیت دی چې عوام لا څه بلکې ځینې خواصو ته یي هم دا سوال پیدا کړی چې څه وجه ده، چې مسلمانان په دې نړۍ کې په داسې مصیبتونو کې راګیر دي، چې کافرانو په خوب هم نه دي لیدلي. لکه فقر او غربت، د کافرانو له طرفه وهل ټکول او سوځول، بندي کول او په مختلفو طریقو تکلیفیدل او تعذیبیدل او داسې نور.

او کافران بیا په هغو ډول ډول نعمتونو او راحتونو کې اوسیږي، چې مسلمانانو یي تصور هم نه وي کړی. په کار خو دا وه چې الله تعالی مسلمانان له دنیوي ستونزو څخه ژغورلي وای او هر ډول اړتیاوې یې ورپوره کړې وای، ځکه دوی د الله تعالی دوستان دي او دوست خو د خپل دوست لپاره خیرخوا وي او کافران یي باید په مصیبتونو او مشکلاتو کې مبتلاء کړي وای؛ ځکه دوی د الله تعالی دښمنان دي.

د دې سوال د ځواب څخه وړاندې د دوو خبرو یادونه په کار ده.

لومړی: داسې سوالونه له خپل دین څخه د غفلت او خپل اسلامي تاریخ څخه د ناخبرتیا له کبله پیدا کیږي، کنه د داسې سوالونو او ځوابونو هیڅ اړتیا نه پیدا کیده.

دوهم: د مصیبت معنی: په دنیا کې په انسان ځینې داسې حالات راځي چې د ده له طبعیت او مزاج سره موافق وي، دې ته نعمت وايي، او ځینې بیا داسې حالات ورباندې راځي چې د ده له طبیعیت او مزاج سره مخالف وي، دې ته مشکل او مصیبت وایي؛ نو د پورتني سوال لپاره مختلف ځوابونه شته.

اول

مصیبتونه او مشکلات له ایمان سره لازم دي. کوم بنده چې د الله تعالی پر وحدانیت او د خپل رسول په رسالت باندې یقین وکړ، هغه بیا الله تعالی صرف د آمنت یا آمنا په کلمه نه پریږدي. بلکې په ده باندې مصائب راولي، تر څو د ده د صدق او کذب، اخلاص او نفاق اظهار خلکو ته وکړي. لکه څنګه چې په لوی قرآن کې الله تعالی د دې ښکاره بیان کړی دی: أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ (2) وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ (3)

ژباړه : آیاګومان کوي دا خلک د دې چې پرې به ښودل شي دوی په همدې قدر چې دوی ووایي، موږ ایمان راوړی دی او دوی نه ازمویل کیږي. او خامخا موږ ازمویلي وو هغه کسان چې له دوی څخه ړومبي وو؛ نو خامخا به الله تعالی معلوم کړي (په علم ظاهري سره هم) هغه کسان چې رښتیني دي (په دعوه د ایمان کې) او خامخا به معلوم کړي دروغجنان.

مفسرین حضرات د دې دوو آیتونو په تفسیر کې وایي: یعني په ژبه سره د ایمان دعوه کول کافي نه ده. هر څوک چې د ایمان دعوه کوي؛ نو امتحان او ابتلاء ته دې هم تیار شي، تفسیر کابلي ۵۳۹ صفحه دوهم جلد، سورة العنکبوت.

دوهم

الله تعالی دا قضاء او فیصله په ازل کې کړې، چې مسلمانان به جنت ته ځي، د چا په زړه کې چې ذره د ایمان وي، د هغه ځای به جنت وي، خو هغه څوک جنت ته تلای شي چې له هر ډول ګناه څخه پاک او صاف وي. په دې اړه علامه عبدالرؤف مناوي رحمه الله په فیض القدیر کې داسې وایي: لان الله حرم الجنة علی من في قلبه خبث فلایدخلها الا بعد طیبه و طهره فانها دار الطیبین. فیض القدیر جـ ۲ صـ ۳۲۹ ــ ژباړه: ځکه چې الله تعالی جنت حرام کړی دی په هر هغه شخص باندې چې په زړه کې یي خیري (ګناهونه) وي؛ نو له پاکي پرته یي نه ورداخلوي؛ ځکه جنت د پاکو خلکو کور دی.

نو د دې دوهم ځواب حاصل دا دی چې الله تعالی په مسلمانانو باندې د دنیا په ژوند کې مصیبتونه او مشکلات راولي، چې د ګناهونو کفاره یي شي او له الله تعالی سره یې په داسې حال کې ملاقات وشي چې له ګناهونو څخه پاک او صاف وي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي. لا يزال البلاء بالمؤمن في نفسه وماله وولده حتى يلقى الله وما عليه من خطيئة. رواه الترمذی. ژباړه: د مؤمن نارینه او ښځینه په ځان، مال او اولاد کې تر هغو ستونزې او مشکلات راځي، چې کله یي له الله تعالی سره ملاقات کیږي، په داسې حال کې چې هیڅ ګناه یي نه وي.

همدا ډول علامه عبدالرؤف مناوي رحمه الله فرمایي: فمن طهر فی الدنیا من البلایا والمصائب و لقی الله طاهرا من خبثه دخلها بغیر تعوق. فیض القدیر جـ ۲ ضـ ۳۲۹. ژباړه : څوک چې په دنیا کې د مصیبتونو او مشکلاتو په سبب له ګناهونو څخه پاک شي او له الله تعالی سره یي ملاقات په داسې حال کې وشي چې پاک وي، جنت ته به داخل شي بې له ځنډه.

دریم

مصیبتونه او مشکلات کله مسلمان ته راځي، چې د ده درجې پرې لوړې شي، عمل یي د هغې مرتبې وړ نه وي؛ نو الله تعالی یي په مصیبتونو کې راګیر کړي چې تر هغه بلندې مرتبې او درجې پورې یې ورسوي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي. ان العبد اذا سبقت له من الله منزلة لم یبلغها بعمله ابتلاه الله فی جسده او في ماله او في ولده ثم صبره علی ذالک حتی یبلغه المنزلة التی سبقت له من الله. (رواه احمد و ابوداود. مشکوة المصابیح کتاب الجنائز باب عیادة المریض)

ژباړه: یقینا یو بنده ته چې د الله تعالی لخوا یوه مرتبه وړاندې معلومه شوې وي او هغې مرتبې ته په خپل عمل سره نه شي رسیدلی؛ نو الله تعالی هغه بنده په خپل بدن یا مال یا اولاد کې ازمویي، بیا صبر هم پرې ورکوي، تر څو دی هغې مرتبې ته ورسوي، کومه چې د الله تعالی لخوا ورته مقرره وي.

همدا ډول علامه عبدالرؤف مناوی رحمه الله فرمایي: و فیه اشعار بأن للبلاء خاصة في نیل الثواب لیس للطاعة و ان جلت مثلها و لذالک کان ما یصیب الانبیاء اشد بلاء . فیض القدیر شرح جامع الصغیر.

ژباړه: له پورتنې حدیث څخه معلومه شوه چې په ځینو مشکلاتو کې داسې خاصې وي، چې په لویو لویو عباداتو او طاعاتو کې هم نه وي، همدا وجه ده چې انبیاء کرامو ته سخت سخت مشکلات راځي.

څلورم

کله بیا پر مسلمانانو باندې مصیبتونه په دنیا کې راځي، خو د دوی لپاره سزا او جزاء وي. دا سزا ورکول په دنیا کې هم د دوی لپاره خیر دی؛ ځکه په دې سزا د آخرت له عذابه ژغورل کیږي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: اذا اراد الله بعبده الخیر عجل له العقوبة فی الدنیا و اذا اراد الله بعبده الشر أمسک عنه بذنبه حتی یوافی به یوم القیامة. (رواه الترمذي)

ژباړه: که یو چا ته د الله تعالی د خیر اراده وي، نو ژر په دنیا کې لا سزا ورکوي او کوم بنده ته چې د الله تعالی د خیر اراده نه وي؛ نو له ګناه سره سره یې سزا آخرت ته ځنډوي، چې بیا په هغه دنیا پوره سزا ورکوي.

د دې ځوابونو خلاصه دا شوه، چې الله تعالی په دې دنیا کې کوم مصیبتونه په مسلمانانو راولي، دا یو کرامت او رحمت دی؛ ځکه کومې فایدې چې یې موږ بیان کړې، هغه ټولې د مسلمانانو په ګټه تمامیږي، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ان الله لیبتلی المؤمن و ما یبتلیه الا لکرامته علیه.

ژباړه: یقینا الله تعالی پر مؤمن مصیبتونه او مشکلات راولي، خو دا مصیبتونه پر ده نه راولي مګر په سبب د کرامت د ده پر الله تعالی. یعني مؤمن پر الله تعالی باندې ګران دی؛ نو ځکه مصائب او مشکلات ورباندې راولي.

فایده

علماء حضراتو لیکلي دي، چې د مصیبتونو فضیلت خو زیات دی، البته په خپله یي سوال نه کوي، بلکې که الله تعالی ورباندې راوستل؛ نو صبر به پرې کوي؛ ځکه موږ ته د مصیبتونو د غوښتلو امر نه دی شوی، بلکې د عفوې غوښتلو امر راته شوی دی. په دې اړه علامه عبدالرؤف مناوي رحمه الله داسې وایي: و فیه فضل الابتلاء و لایلزم من طلبه، بل المأمور به طلب العفو والعافیة کما فی الاخبار مر بعضها و یأتی بعضها. فیض القدیر ۲/۳۲۹

ژباړه: له پورتنې حدیث څخه د ابتلاء او مصیبت فضیلت معلوم شو. خو غوښتنه یي لازمي نه ده، بلکې عافیت یا نجات غوښتنه ځیني ضروري دي؛ ځکه مأمور به طلب د عافیت دی. همدارنګه په احادیثو کې راځي چې ځینې یې تیر شول او ځینې به راشي. او پاته شول کافران، هغه خو هیڅ قدر او عزت په الله تعالی باندې نلري او نه الله تعالی غواړي چې دوی له ګناهونو څخه پاک کړي، بلکې په دنیا کې یې چې څه نیک کارونه کړي وي، د هغو بدله الله تعالی په دنیا کې ورکوي؛ نو ځکه یي په دوی د نعمتونو دروازې راخلاصې کړې وي، چې د دوی ټول ارمانونه ورپوره کړي او آخرت ته یي هیڅ نیکي پاته نه شي. په دې اړه امام قشیري رحمه الله داسې وایي: لیس کل احد اهلا للبلاء لان البلاء لارباب الولاء و اما أجانب فیتجاوز عنهم و یخلی سبیلهم لا لکرامة محلهم و لکن لحقارة قدرهم. ژباړه: هر څوک د ابتلاء اهلیت نلري، ابتلاء الله تعالی پر خپلو محبوبو بندګانو راولي، پاته شول پردي خلک، هغو ته الله تعالی درګذر کوي او لار یي خلاصه پریږدي، په دې سبب نه چې دوی د الله تعالی په نزد مکرم دي، بلکې په دې سبب چې هیڅ قدر یې پر الله تعالی نشته.

په مسلمانانو کې څوک ډیر ازمویل کیږي؟

په مسلمانانو کې ډير مصیبتونه پر هغه چا راځي چې ایمان او دین یي محکم او کلک وي او د چا چې بیا ایمان ضعیف وي، پر هغه آسانه تکلیفونه او مصیبتونه راځي؛ نو د ایمان په اندازه یي مصیبتونه او تکلیفونه وي. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي: يُبْتَلَى الرَّجُلُ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ، فَإِنْ كَانَ دِينُهُ صُلْبًا اشْتَدَّ بَلَاؤُهُ، وَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ رِقَّةٌ ابْتُلِيَعَلَى حَسَبِ دِينِهِ، فَمَا يَبْرَحُ البَلَاءُ بِالعَبْدِ حَتَّى يَتْرُكَهُ يَمْشِي عَلَى الأَرْضِ مَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ (رواه الترمذي)

ژباړه: یو شخص د خپل دین په اندازه ازمویل کیږي، که په دین کې سخت او محکم وي، امتحان یي هم سخت وي او که په دین کې یي نرمي وي، ابتلاء او امتحان یي هم آسانه وي او دا تر هغه پورې وي، چې په ځمکه کې روان وي او هیڅ ګناه نلري.

About admin