Home » بېلا بېلي لیکني » تعجب دی پرهغه!؟

تعجب دی پرهغه!؟

علامه ابن حجر العسقلاني -رحمه الله تعالی- په خپل کتاب  المنبهات کې ددې آیت  مبارک ، وکان تحته کنزلهما،په تفسیرکې دامیرالمؤمنین حضرت عثمان – رضی الله تعالی عنه-  په حواله قول نقل کړی چې ددې یتیمانوپه خزانه کې دسروزرو یوه لوحه وه چې ورباندي لیکل شوي ؤ:

  1. تعجب دی پرهغه چاچې مرګ حق بولي اوبیاهم خنداګاني کوي.
  2. تعجب دی پرهغه چا چې پردې پوهیږي چې دنیایوورځ ختمیدونکي ده خوبیاهم ورسره مینه لري.
  3. تعجب دی پرهغه چاچې پرتقدیرایمان لري اوبیاهم دیوشیئ په له لاسه تلوباندي افسوس کوي.
  4. تعجب دی پرهغه چاچې په آخرت کې په حساب کتاب باورلري اوبیاهم مال جمع کوي.
  5. تعجب دی پرهغه چاچې دجهنم له اور نه خبردی اوبیاهم ګناه کوي.
  6. تعجب دی پرهغه چاچې الله تعالی پیژني اوبیاهم دبل چا ذکرکوي.
  7. تعجب دی پرهغه چا چې له جنت نه خبردی اوبیاهم دی په دنیاکې راحت غواړي
  8. تعجب دی پرهغه چاچې شیطان خپل دښمن بولي خوبیایې هم خبره مني .

المنبهات لابن حجرص۶۶ مطبعه مصطفائي

ابوعمیر

About admin