Home » درس الحديث » ترټولو غوره انسان

ترټولو غوره انسان

عَنْ جَابِرٍ قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ أَيُّ الإِسْلامِ أَفْضَلُ قَالَ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ يَدِهِ قَالَ فَأَيُّ الْجِهَادِ أَفْضَلُ قَالَ مَنْ عُقِرَ جَوَادُهُ وَأُهْرِيقَ دَمُهُ

ژباړه : جابررضي  الله تعالي عنه  فرمايې :چې  رسول  الله  صلی الله علیه وسلم ته یوکس  راغلی  ورته  ويې  ویل :چې  کوم  مسلمان  غوره دی؟ رسول  الله صلی  الله علیه وسلم  ورته وفرمایل :هغه چې نورمسلمانان  يې  له لاسه خوندي وي . هغه تن  بیاوويل  په جهادکې کوم  مجاهدله نوروغوره  ده ؟رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : چې سوارلۍ يې ختمه شي  اودده وینې  توی شي .

تشریح  : مسلمان  په دوه جهته کې  ژوندکوي : که په کوروي نوهغه مسلمان  له نوروغوره ده چې نورخلګ  يې  له شره اوضرره په امن کې وي ،اوکه په جهادکې وي نوبیاترټولوغوره مجاهدهغه ده چې سوارلۍ یې زخمي  له مینځه  ولاړه شي  اوهم   دی زخمي  یاشهیدشي  .

About admin