Home » درس القرآن » اهل باطل به تل هڅه کوي چې تاسو له دين څخه لېري کړي

اهل باطل به تل هڅه کوي چې تاسو له دين څخه لېري کړي

وَاللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَنْ تَمِيلُوا مَيْلًا عَظِيمًا (27)\

ژباړه : الله   تعالی  اراده لري چې  [په قرآن کریم کې ]تاسوته هغه  څه بیان کړي  چې [له کفر اوګناه څخه مورا منع کړي او]  هغه ستاسودتوبي  سبب وګرزي ؛ مګر خواهش پرست  اواهل باطل  بیاغواړي چې  تاسوله حق [اسلام اوقرآن ]  څخه  ډيرلیري اوددوئ  په څېرموکړي  . زادالمسیر

لندتفسیر : درسول  الله صلی  الله علیه وسلم  له بعثت اودقرآن کریم  دنزول  څخه وړاندي ټول خلګ  په  باطل  ،ناروا اوخواهش  پرستي  کې  مبتلاو ،په بل تعبیر چې هرچاڅه غوشتل هغه  به يې کول [لکه  داوس غربي  ډيموکراسي ] نوچې  قران کریم  نازل شواومحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم  مبعوث  شو الله عزوجل خلقوته ښېې چې  په دې  سره مورب  غواړي چې هغه ټول څه درته بیان کړي  چې تاسوله باطل  اوناروا څخه راوګرزوي اوسمې  لارې ته موبرابرکړي  لکه داچې  په نوروډيرو آیتونوکې  واضحه کړي  . مګر هغه اهل  باطل  لکه  یهود،نصاری  ،مشرکین  اونور دديموکراسۍ  غوښتونکي  غواړي  چې  تاسو له همدي حق څخه  واړوي  اودغه  دين  اواسلام څخه موډيرلیري کړي  .

لکه په دې عصرکې  چې غربي  کفارو نه یواځې  په اسلامي ملکونو تجاوزکړی بلکه  په هغوملکونوکې  يې  اسلام  اوشرعي  قوانین له مینځه وړي  اوخلقوته دنظامي  لاري  پرته  دنورولارو څخه ډول  ډول تبلیغات کوي  اوزیارباسي  چې خلګ  له دين څخه نااشنا او دځان  په څېريې کړي  .نعوذبالله تعالی منه

About admin