Home » بېلا بېلي لیکني » کرسمس په اسلام کي حرام او په بایبل کي هم نشته

کرسمس په اسلام کي حرام او په بایبل کي هم نشته

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د کرسمس پېژندنه:
کرسمس (Christmas) د دوو تورو څخه جوړه شوی دی، (Christ) و مسیح ته وایي او (Mass) و اجمتاع او بېلوالي ته وایی، چي موخه یې داده چي د حضرت مسیح علیه السلام لپاره رابېل شی، مسیحي اجتماع جوړه کړي او یایې میلاد او پیدایښت و لمانځی.
کرسمس څه وخت رامنځته شو؟
دا توری د۶ میلادي پیړۍ ته نژدې رامنځته شو، مخکي ددې ورځې لمانځل نه موجود وه او نه یې هم شتون درلودی، خپله عیسایي نړۍ دا ورځ په یوه ورځ او نېټه نه لمانځي رومن کاتولیکان او پروتستان دا ورځ د دسمبر ۲۵ بولی او په دغه ورځ یې لمانځي، مشرقي آرتهو دوکس کلیسا یې د جنوری پر ۶ باندي لمانځي، او د ارمینیا کلیسا یې بیا د جنوری پر ۱۹ باندي لمانځي، په عیسایت کي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت درسته او کره نېټه معلومه نه ده، د اسکندریې نامتو عیسایي عالم کلیمنټ په دې آند وو چي حضرت عیسی علیه السلام د۲۰مئی باندی پیداشوی دی،  داورځ دلومړي ځل لپاره د روم کلیسا دود کړل دا ځکه چي رومیانو دهجری شمسی دجدی دمیاشتی په پیل کي یوه ورځ لمانځل چي دزحیل دجشن (Saturnalia) په نامه سره یادیدل، نو د هغه وخت ددې زحیل د جشن پر ځای دا کرسمس دود شو او هغه د زحیل جشن ختم شو. (قاموس الکتاب: پاڼه: ۱۴۷)
خپله عیسایي علماء هم په دې عقیده دي چي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت هیڅ درک نشته لکه:
کینن فیرر  پخپل کتاب (Life of Christ) کي هم دااعتراف کوي.
د کرسمس ورځ چا وټاکل؟؟؟
تر۴ میلادي پیړۍ پوری ددې ورځې هیڅ درک نه وو، په ۵۳۰ میلادي کال کي د ډایو نیس اکسیګز په نامه سره یو راهب وو چي نجوم ګر هم وو هغه د دسمبر۲۵ د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت ورځ وټاکل.
په قرآن او بایبل کي د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت وخت:
په سورت مریم کي راځي:
وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُ‌طَبًا جَنِيًّا ﴿٢٥﴾ (سورت المریم)
ژباړه: و خپل ځانته د خرما ښاخ راوبوله او تازه تازه خرما به درته راشوه شي.
په فلسطین کي خرما په مارچ او اګست کی پخه کیږي، چي همدایې وخت دي. او حال داچي ۲۵ د دسمبر ژمی دي او هوا یخه ده او د خرما د پخیدو هیڅ امکان نشته.
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال‏:‏ يوم عاشوراء اليوم الذي تاب الله فيه على آدم، واليوم الذي استوت فيه سفينة نوح على الجودي، واليوم الذي فرق الله فيه البحر لبني إسرائيل، واليوم الذي ولد فيه عيسى، صيامه يعدل سنة مبرورة‏.‏(الترغيب الاصبهانی)
په دې حدیث شریف کي راځي چي د عاشورا په ورځ حضرت ادم علیه السلام توبه وکښل، د حضرت نوح علیه السلام کښتۍ دجودي پر غره باندی و دریدل، پر بني اسرئيلو رود نیل ودرېدی، او حضرت عیسی علیه السلام پکښې پیداشو.
عاشورا د محرم الحرام د میاشتی لسمه ورځ ده، نو اوس و تاریخ ته ځوچي په هغه وخت کي عاشورا څه وخت وه لکه:
عاشورا  نېټه
لسمه دمحرم      ۲۸ اګست- لومړی قبل المیلاد کال- ۶۴۱ قبل الهجرت
لسمه دمحرم      ۹ سپتمبر- دوهم قبل المیلاد کال- ۶۴۲ ق. هـ
لسمه دمحرم      ۱۹ سپتمبر ۳قبل المیلاد کال- ۶۴۳ ق. هـ
لسمه دمحرم      ۳۰ دسپتمبر- څلورم قبل المیلاد کال- ۶۴۴ ق. هـ
لسمه دمحرم      ۱۱ اکتوبر- پنځم قبل المیلاد کال- ۶۴۵ ق. هـ

په بایبل کي دحضرت عیسی علیه السلام پیدایښت:
دلوقاانجیل په ۲باب کی راځي:
اَؤ دَ هغې وړُومبی زوی پيدا شو. هغې هغه په اُورڼى کښې ونغښتو اَؤ په يو اخور کښې ئې کيښود ځکه چه په سرای کښې دَ هغوئ دَ اوسيدو دَ پاره ځای نۀ وو.
۸هم په دغه وطن کښے څۀ شپُونکى وُو چه په دښته  کښې ئې دَ شپې دَ خپلو رمو څوکئ کوله.
همدابیان په انجیل متی (متى ۱ :  ۱۸ ـ ۲۵) کی هم راغلی دی.
دا چي چوپان رمه پیوله دا به کوم وخت وي؟ دا د ګرمۍ موسم دی او په ژمی کي نه شی شته چي حیوانات یې وخوري او نه هم انسان او حیوان دا توان لري چي په دې ساړه ژمی کی دي د باندی وخت تیرکړي، دا هیڅکله امکان نلري چي دادي دسمبر او یا هم د جنوری میاشت وي.
د عیسایانو ټوله دین همداسی دی چي هرچا هرڅه پکښې ورګډ کړل هغه ددوی مراسم او عبادت دی، پکار خوداده چي هر هغه څه چي په بایبل کي وای عیسایي نړۍ هغه کولای خو داسي نه ده، ددوی ټولې کړنې د بایبل خلاف دي، چي تاسی د بایبل په هکله نور معلومات زما په چاپ شوی کتاب (بایبل پیژندنه) کی لوستلای شي.
په اسلام کي دکرسمس لمانځل حرام دﺉ:
په قرآن کریم کي راځي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ. (سورت المآ یده: ۵۱)
ژباړه: ای مؤمنانو یهود او نصار په دوستۍ مه نیسی، دوی یو دبله سره دوستان دی، اوکه یوڅوک ستاسو څخه ددوی سره دوستی وکړه هغه له هغوی څخه دی. او الله و ظالمانو ته هدایت نه کوي.
د کفارو او مشرکینو په مراسمو کي ګډون کول خپله له دوی سره د خواخوږۍ په معنا سره دی، د کفارو او مشرکینو په داسی مراسمو کي ټول د اسلام خلاف کړنې صورت نیسي- نو ځکه دا حرام کاردی.
په کرسمس کي څه کیږي؟؟؟
وتثلیث ته احترام، شراب څیښل، زنا کول، د غیرالله لپاره نذارنې کول، غیرالله خدای ګڼل او داسی نور …. که یوڅوک قصداُ دا کار وکړي هغه مرتد دی.او که یې په ناخبرۍ سره ګډون پکښې کړی وي هغه دي د الله څخه معافی  وغواړي او توبه دي وباسي.
په حدیث شریف کي راځي:
قال النبي صلى الله عليه وسلم (من تشبه بقوم فهو منهم) رواه أبوداود
دا د نصاراوو شعاردی دا لمانځل ددې مطلب دی چی ددوی سره تشبیه کیدل دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایی چی که چا دیوه قوم سره مشابهت وکړ هغه له هغوی څخه دی.
په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبدالغفار جُبیر-

About admin