Home » درس الحديث » په جهادکې دجهادې سوارلۍ دساتلو فضیلت

په جهادکې دجهادې سوارلۍ دساتلو فضیلت

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنِ احْتبسَ فرسا فِي سَبِيل الله ايمانا با لله وَتَصْدِيقًا بموعد الله كَانَ شعبه وَبَوْلُهُ وَرَوْثُهُ حَسَنَاتٍ فِي مِيزَانِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ

رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ

ژباړه : ابوهریرة  رضی  الله تعالی عنه  وایې : چې  رسول  الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل :چاچې  دجهاد لپاره  سوارلۍ  وساتله اوپه دي  يې ایمان هم و اودالله تعالی په وعدو يې باور هم ونواوس به يې  دسوارلۍ  مړول،اوبه کول  ،اوبیادهغه بولي اوخوشایې  ټول دقیامت  په ورځ دحسناتوپه میزان کې وي .

تشریح : جهاد داسې  یوسترعمل  دی چې  له ایمان  وروسته يې په اعمالوکې  ساری  نشته . له همدي امله دجهادهرڅه  دالله تعالی په وړاندي  ارزښتمن دي . تاسو ګورئ ! رسول الله صلی الله علیه وسلم دجهادلپاره دسوارلۍ دساتلو څرنګه اجراوثواب بیان کړ :

که یومومن  [چې  دالله تعالی په وعدويې  باوردی  یعني  دآخرت  داجرمعتقدوي ]دجهاد لپاره دآس  سوارلۍ ساتي ،که  اوبه ورکوي  ،یاخوراک ورکوي  دابه  يې په  ورځ  دقیامت  دحسناتو په تله کي  وي ،بلکه  دهغه بولي  اوخوشایې  به دمشکوپه ډول دده په حسناتوکې  حساب  شي  .

دجهاد هرڅه  همداسي  ارزښتناک دي : رسول  الله صلی الله علیه وسلم  يې  دګرداوغبارپه هکله وايې چې  یومجاهدپه جهاد کې دلاري په ګردسپېره شودجهنم  اوربه يې  ونه سوځوي .

About admin