Home » درس القرآن » صراط مستقیم په همدې قرآني آيتونوکې ده

صراط مستقیم په همدې قرآني آيتونوکې ده

وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا (66) وَإِذًا لَآتَيْنَاهُمْ مِنْ لَدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا (67) وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا (68) النساء

ژباړه : که  دوئ  [یعني خلګ]  په هغه آیتونو عمل وکړي  چې دوئ  ته پند ورباندي  ورکول کیږي نودابه ددوئ  لپاره خیر اوپه دين کې  ښه ثبات وي ،اوچې  په دين کې  ثابت قدم  شي نوموږ به له خپل  لوري عظیم  اجرورکړو اوموږ به دصراط مستقیم  هدایت  ورته وکړو .

لنډ تفسیر : قرآن کریم  دالله عزوجل هغه کتاب  دی چې  دمخلوق دهدایت اوښېګڼو لپاره  یې  نازل  کړی دی ،له شکه پرته داکتاب  له هدایته پیمانه ده ،الله تعالی  دخپل  کتاب  دهدایاتو په اړه فرمايې :چې د کتاب  په مواعظواوهدایاتو عمل دوه امتیازات  اوځانګړتیاوي  لري :

  • لمړی داچې  دقرآن  کریم  هرهدایت  سراسر  خیراوله ښېګڼوپیمانه  دی .
  • دوهم داچې  په  قران  کریم  باندي  عمل په  دېن کې  پوره ثبات اوټینګ استقامت  راولي  .

اوکله چې دخلګواعمال   له ښېګڼو ډک  شي  اوپه دين کې  ښه ثابت  قدمه شي    نودوه انعامات  به نورهم ترلاسه کړي :یوداخرت  اوبل  ددنيا یعني

  • دالله تعالی له لوري عظیم  اجر چې  جنت دی  .
  • اوپه دنیاکې د صراط مستقیم  سترهدایت.

نواوس  که  خلګ ددیموکراسۍ اوکفري قوانینو  په ځای دقران کریم  اوسنت  النبي صلی  الله علیه وسلم ارشادات  عملي  کړي اواسلامي  شریعت  نافذکړي  دابه دټولني اوافرادو لپاره سراسر خیر  اوددنیا اواخرت  هوسايې  اوسوکالي  وي  .

About admin