Home » دمېرمنو اسلام » دمسلماني میرمني غوره صفت(۹)

دمسلماني میرمني غوره صفت(۹)

نهم صفت :صدقه اوخیرات کول:

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- حضرت عائشې – رضی الله تعالی عنها- ته وویل :  :”اسْتَتِرِي مِنَ النَّارِ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ، فَإِنَّهَا تَسُدُّ مِنَ الْجَائِعِ مَسَدَّهَا مِنَ الشَّبْعَانِ“[1]  ای عائشې! ( ددوزخ) له اوره ځان وساته که څه هم دکجوري په یوه ټکړه ( صدقه کولو)سره وي؛ځکه  دا دوږي انسان لپاره (په یوه اندازه) دمړیدوپه ځای دریږي.

دسورة الاحزاب په ۳۵ نمبرآیت کې چې الله تعالی دنارینه اوښځینه ؤ په کوموصفاتو دمغفرت اوهغوی ته دستر اجر اوانعام اعلان کړی په هغه صفاتوکې  یوداصفت هم داخل دی ”وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ“ یعني صدقه کونکي نارېنه اوصدقه کونکې ښځې ، یعني همدابختوران    دمغفرت اوستراجر ترلاسه کونکي دي .

حضرت زینب چې دحضرت عبدالله بن مسعود- رضی الله عنه- میرمن ده ، وایې چې یوځل رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ(میرمنو) ته  ارشاد وفرمایل : ”يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ،تَصَدَّقْنَ وَلَوْ مِنْ حُلِيِّكُنَّ، فَإِنَّكُنَّ أَكْثَرُ أَهْلِ جَهَنَّمَ يَوْمَ القِيَامَةِ“ [2] ای دښځوټولیه! صدقه کوئ که څه هم ستاسو له ګېڼواوزیوراتووي ؛ ځکه چې  دقیامت په ورځ  به له تاسونه ډېري په جهنم کې وي.

حضرت ابوسعیدخدري – رضی الله عنه – فرمایې چې : یوځل رسول الله صلی الله علیه وسلم  داخترپه ورځ  عیدګاه ته تشریف راؤړ اودښځوټولۍ ته یې ارشادوفرمایل : :”يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ تَصَدَّقْنَ فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ“ [3] ای دښځوټولۍ! تاسوصدقه کوئ ځکه ماتاسوپه جهنم کې ترټولوډيري لیدلي یاست.

حضرت أم بحید-رضی الله تعالی عنها- چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره له بیعت کونکیوښځوڅخه یوه ده، یوه ورځ یې له رسولله – صلی الله علیه وسلم – څخه پوښتنه وکړه چې : ”إِنَّ المِسْكِيْنَ لَيَقُومُ عَلَى بَابِي فَمَا أَجِدُ لَهُ شَيْئًا أُعْطِيهِ إِيَّاهُ“   ای دالله رسوله !کله کوم مسکین زما دروازې ته ودریږي،خوله ماسره دورکړي لپاره هیڅ نه وي (نوزه څه بایدوکړم)  رسول الله -صلی الله علیه وسلم –  ورته وفرمایل : :”إِنْ لَمْ تَجِدِي لَهُ شَيْئًا تُعْطِيهِ إِيَّاهُ إِلَّا ظِلْفًا مُحْرَقًا فَادْفَعِيهِ إِلَيْهِ فِي يَدِهِ“[4] که له تاسوسره هغه ته دورکړي لپاره له سوځیدلي ښنګري نه پرته څه نه وي هم نوهغه  ورکړئ.(خوتش لاس یې مه پریږدئ).

حضرت اسماء بنت ابي بکرصدیق- رضی الله تعالی عنهما- فرمایې چې : نبي کریم -صلی الله علیه وسلم – ماته وفرمایل : :”أَنْفِقِي وَلاَ تُحْصِي، فَيُحْصِيَ اللَّهُ عَلَيْكِ، وَلاَ تُوعِي، فَيُوعِيَ اللَّهُ عَلَيْكِ“[5] صدقه کوه !اوپه شمارلوشمارلویې له ځان سره مه ږده،بیابه یې الله تعالی هم په شماردرکوي.اوسپموه یې مه ،کنه نوالله تعالی به هم درڅخه(خپل فضل اومهرباني) وسپموي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] مسند احمد:24501

[2] ترمذی:635

[3] بخاری:304

[4] ترمذی:665

[5] بخاری:2591

م/ محمد

About admin