Home » عصري مسائل » په بریل خط Braille Code باندي قرآن لیکل

په بریل خط Braille Code باندي قرآن لیکل

پوښتنه : محترم مفتي صاحب! ایا دنابینا یا ړاندو خلکولپاره داسي قرآن شریف چې دهغوی لپاره په ځانګړي لیکدود (بریل خط  Braille Code)  باندي لیکل کیږي چاپول اولیکل جائزدي اوکنه ؟ اوهمداراز په دې ځانګړي لیکدودباندي لیکل شوي قرآن ته لاس وروړل جائزدي اوکنه ؟

الجواب : حامداومصلیا وبعد : دړندو او نابینا خلکو لپاره قرآن شریف په بریل خط ( Braille Code)باندي دلیکلو ګنجايش شته؛ځکه چې دارسم الخط اصل قرآن نه دی لیکن دنابینا خلکو لپاره دحروفو اوکلماتو معلومولو یوه ښه ذریعه ده، نو لکه څرنګه چې نابینا خلک  له نوروڅخه په اوریدلو سره قرآن شریف زده کولای شي ،همداسي دګوتو په مټ د بریل خط په لمس باندي هم دقرآن ذده کول ورته جائز دي.

خوڅرنګه چې په دې صورت کې بریل خط دقرآن شریف په الفاظو دلالت کوي او په عرف کې هم قرآن( دنابیناؤ قرآن) ورته ویل کیږي.نوځکه باید بې اودسه لاس ورنه وړي. والله تعالی اعلم

قال الحلیمي – رحمه الله  – ولأن النقطة  لیست بمقرؤة فیتوهم لأجلها ما لیس بقرآن قرآنا، وإنما هي دلالات علی هیئة المقروء فلا یضر إثباتها لمن یحتاج إلیها، والله تعالی اعلم۔ (شعب الإیمان / فصل في إفراد المصحف للقرآن وتجریده فیه عما سواه   ۲؍۵۴۸)

وفي درالمختار : وتعشیره ونقطه  أی  إظهار إعرابه، به یحصل الرفق جدا خصوصاً للعجم فیستحسن۔ قال الشامي تحت قوله : (نقطه) قال في القاموس: نقط الحرف أعجمه ۔ (رد المحتار مع الدر المختار، کتاب الحظر والإباحة / فصل في البیع ۹؍۵۵۴ زکریا)

مثله في فتاویٰ محمودیہ ۷؍۲۲۷،  والمسائل المهمة ۷/۶۳ ، وفتاوی قاسمیه ۴/۷۷

کتبه : م/ محمد

About admin