Home » جـــــهاد » جهاد وپیژنئ!

جهاد وپیژنئ!

م، نجم الرحمن (فضلي)

پوښتنه : جهاد څه ته ويل کيږي؟

ځواب : اسلام او مسلمانانو ته د ګټې (فايدې) لپاره او مخالفينو ته شکست (شرمندګي) رسولو لپاره د اخيري او پوره پوره کوشش نام جهاد دی، برابره ده که هغه په تورې سره وي او که په بله طريقه وي.

قال فی بدائع الصنائع فی الجزء السابع : أما الجهاد فی اللغة فعبارة عن بذل الجهد بالضم، وهوالوسع والطاقة، أو عن المبالغة فی العمل من الجهد بالفتح، وفی عرف الشرع يستعمل فی بذل الوسع والطاقة بالقتال فی سبيل الله عز وجل بالنفس والمال واللسان أو غير ذلک، أوالمبالغة فی ذلک، والله اعلم ! (بدائع الصنائع : ۶/ ۵۷ مکتبه رشيديه کوئټه) وهکذا فی کتب آخر.

پوښتنه : جهاد واجب دی که فرض، او که چيرته فرض دی نو فرض عين دی که فرض کفايي، يعنې د فرض لمانځه په شان په هر يوه باندې فرض دی او که د جنازې لمانځه په شان د يوشمير مسلمانانو په آداء کولو سره د ټولو له طرفه آداء کيږي؟.

ځواب : جهاد فرض دی : بدليل أن نصب الامام فرض علينا، کما نبين من کتب العقائد، وقال فی ردالمحتار : کما هو فی بعض بلاد المسلمين غلب عليهم الکفار کقرطبة الآن، يجب علی المسلمين أن يتفقوا علی واحد منهم، يجعلونه واليًا فيولی قاضيا ويکون هوالذی يقضی بينهم، وکذا ينصبوا اماما يصلی بهم الجمعة (ردالمحتار : ج ۴، ص ۳۷۶).

البته په هغه هيواد (ملک) باندې چيرته چې مسلمان اوسيږي اسلامي حکومت قائم وي امن او امان وي نو فرض کفايي دی، يعنې که چيرته د مسلمانانو څه لښکر په نورو هيوادونو باندې حمله وکړي نو له ټولو څخه فرض آداء کيږي، او که چيرته د همدغه هيواد اسلامي حکومت په خطر کې ولويږي نو بيا فرض عين کيږي، او په هر کس باندې داسې فرض دی لکه لمونځ، روژه، د لمانځه په څير د همدې فرض د آداء کولو لپاره هم له چا څخه د اجازې اخيستو ته ضرورت نشته.

پورتنيو عبارتونو ته په کتو نن ورځ په مسلمانانو لازمه ده چې سره راټول شي او د اوسني فرعوني طاقتونو پر وړاندې له هر ډول پلمو او بهانو پرته، يو سوچه اسلامي او جهادي تړون سره وکړي، که نه نو ليرې (بعيده) نده چې يوه ورځ د نني بيت المقدس په څير د دوی اسلامي هيوادونه هم د فرعوني طاقتونو په لاس ورشي، بيا د مچ په شان لاسونه مروړي او هيڅ به يې په وس پوره نه وي.

په همدې هيله

About admin