Home » عصري مسائل » له آنلاین بزنس مراکزونه دورکړل شوي کیش بیک (cash back) استعمال

له آنلاین بزنس مراکزونه دورکړل شوي کیش بیک (cash back) استعمال

پوښتنه :نن سبا تقریبا په ټولو آنلاین تجارتي مراکزو کې لکه فري چارج(free charge) پای ټي ایم (pay tm)  او داسي نورو انلاین بزنس (تجارتي) مراکزوڅخه  دڅه سامان لکه  جامي یادخوراک څښاک شیان یادموبایل په ریچارج mobile re charge  کولو یابل شي پیرلو سره  له ۲ فیصدي نه تر لس فیصده پوري یاتردې هم زیات کیش بیک (cash back) ورکوي ،چې داکیش بیک  وروسته په دوهم ځل سودا کې استعمالیدی شي. نو ایا دکیش بیک استعمال به جائزوي اوکنه ؟که په دې اړه مولږ وضاحت راته وکړ.

الجواب: حامدا ومصلیا وبعد : کیش بیک(cash back) دا د ادارې له لوري دیو رعایت اوانعام حیثیت لري ؛ نوځکه یې استعمال جائزدی . والله تعالی اعلم

لما في ’’ مختصر القدوري الصفحة ۸۱ ، کتاب البیوع ‘‘ : ویجوز للمشتري أن یزید للبائع في الثمن ویجوز للبائع أن یزید للمشتري في المبیع ، ویجوز أن یحط من الثمن ۔

ومثله في الهدایة  :۳/۵۹ ، والتنویر وشرحه مع الشامیة : ۷/۲۸۵ ،و البحر الرائق :۶/۱۹۸)

وفتاوی دار العلوم دیوبند، رقم الفتوی: ۶۸۳۱۵

کتبه : م/محمد۱۴۳۹/۳/۲۰

About admin