Home » دمېرمنو اسلام » دمسلماني میرمني غوره صفت (۸)

دمسلماني میرمني غوره صفت (۸)

اتم صفت :دروژو نیول:

دمیرمنوپه ښوصفاتوکې  دروژې نیولو اهتمام کول دي، له حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه درسول الله صلی الله علیه وسلم  داارشادنقل شوی چې : :”إِذَا صَلَّتِ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا، وَصَامَتْ شَهْرَهَا، وَحَصَّنَتْ فَرْجَهَا، وَأَطَاعَتْ بَعْلَهَا، دَخَلَتْ مِنْ أَيِّ أبْوَابِ الْجَنَّةِ شَاءَتْ“[1]ښځه چې کله خپل پنځه وخته لمونځ اداء کوي،روژې نیسي،اودخپلي شرمګاه ساتنه (له حرامو)کوي،اودخپل خاوند(په جائزواموروکې) اطاعت کوي نوچې دجنت له کومي دروازې داخلیدل غواړي داخله به شي.

په شپږم نمبرصفت کې جنت ته تلونکي مسلماني میرمني تر حورعین هم افضل بلل شوي وي چې وجه یې بِصَلَاتِهِنَّ وَصِيَامِهِنَّ وَعِبَادَتِهِنَّ اللهَ[2]“ ښودل شوي  یعني ځکه هغوی لمونځ کونکې ،روژه نیونکې،اوعبادت کونکې  دي.

دسورة الاحزاب  په ۳۵ نمبرآیت کې چې الله تعالی په کوموصفاتو دمسلمانانونارینه ؤ اوښځینه ؤ دمغفرت او ستراجر دانعام اعلان کړی په هغوصفاتوکې یو داهم ذکر شوی :”وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ“   اوروژه نیونکي نارینه اوروژه نیونکې ښځې، یعني داهغه نیکبخت خلک دي چې الله تعالی به مغفرت ورته کوي اوستراجربه ورکوي.فائده: درمضان المبارک دمیاشتې روژې خوډېري ښځي نیسي،لیکن کومي روژې چې دعذر له امله پاتي شي دهغه په اداء کولوکې  اکثرښځي بې پرواوي،ډيري ښځي داروژې ځنډوي چې له امله یې دڅوڅوکالو روژې په ذمه پاتي کیږي چې کله کله خوبیا ددومره ډېرو روژو نیولوهمت له لاسه ورکړي ،نوځکه په کارده چې مسلماني میرمني بایدخپلو روژوته هم زیاته پاملرنه وکړي

………………………………………………………………….

[1] صحیح ابن حبان:۴۱۶۳

[2] (طبرانی کبیر:۲۳/۳۶۷۔رقم:۸۷۰)

About admin