Home » دار الافتاء » یوه شریک ته تنخوا ورکول

یوه شریک ته تنخوا ورکول

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب! موږ درې تنه ملګرو لس لس لکه روپۍ سرمایه سره راوړه اوشریک کاروبار موپیل کړ،داشرط موولګول چې درې واړه به کارکوو اوګټه به موهم برابره په درې حصې تقسیميږي،خوپه موږکې دیوه ملګري تجربه بیخي زیاته ده اوس دغه تجربه لرونکی ملګری وایې چې : ماته به له ګټې پرته یومعلوم مقدار تنخوا هم راکوئ ، ایاداسي کول جائزدي اوکنه؟ موږپه تنخواورکولو راضي هم یو،اوکه دده له غوښتنې پرته موږ تنخوا ورته مقرره کړو بیاڅه حکم لري ؟ که په دې اړه ښه وضاحت راته وکړئ منندوی به مویم ،المستفتي خدایداد ناصر

الجواب :حامدا ومصلیاوبعد : په کاروباري شرکت کې یوشریک ته تنخوا مقررول صحیح نه دي، البتة که کوم شریک ته دزیاتي تجربي اوکارله امله په ګټه کې زیاته حصه مقرره کړی شي دابیاجائزده، خوپه دې شرط چې دا نورشریکان به هم ورباندي راضي اوخوښ وي .دمثال په توګه هغه دوه شریکان چې تجربه نه لري دېرش دېرش فیصده ګټه اوهغه چې تجربه کاراوپوه دی څلوېښت فیصده ګټه واخلي، اودوهم صورت چې دهغه له غوښتنې پرته تنخوا ورته مقرره کړی شي هم جائزنه دی ، والله تعالی اعلم

لما في الهداية: “ولنا قوله صلى الله عليه وآله وسلم: “الربح على ما شرطا، والوضيعة على قدر المالين” ولم يفصل، ولأن الربح كما يستحق بالمال يستحق بالعمل كما في المضاربة؛ وقد يكون أحدهما أحذق وأهدى وأكثر عملا وأقوى فلا يرضى بالمساواة فمست الحاجة إلى التفاضل.” [1]

وفي الشاميه: “لا أجر للشريك في العمل بالمشترك”[2]

……………………………………………………….

[1] هدایه ۳/۹ دار احياء التراث العربي – بيروت – لبنان

[2] ردالمحتار ۴/۳۲۶,دار الفكر-بيروت

کتبه: م/محمد

About admin