Home » دمېرمنو اسلام » دمسلماني میرمني غوره صفت(۷)

دمسلماني میرمني غوره صفت(۷)

م/محمد

اوم صفت :دتهجدو پابندي کول:

دتهجد لمونځ الله تعالی ته ډېرمحبوب اوخوښ دی، اودادنیکانوبندګانوطریقه ده،که څه هم ددې صفت خاوندان کم دي خوډېرنیکبخت خلک دي،دمیرمنوپه غوره  صفاتوکې هم  تهجدځانګړی اهمیت لري،رسول الله صلی الله علیه وسلم  یوې  نیکي ښځې ته داسي دعاوکړه چې الله  تعالی دي ورباندي رحم وکړي.

له حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه  څخه درسول الله صلی الله علیه وسلم داروایت نقل شوی چې ویې فرمایل: ”رَحِمَ اللَّهُ امْرَأَةً قَامَتْ مِنَ اللَّيْلِ فَصَلَّتْ“[1] الله تعالی دي په هغه میرمن رحم وکړي چې دشپې راپورته شي اولمونځ کوي.

…………………………..

[1] ابوداؤد:۱۳۰۸

About admin