Home » بېلا بېلي لیکني » دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۸)

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۸)

پوښتنه : په قرآن شریف کې څومره  زورونه ، څومره زیرونه اوڅومره پېښونه ، څومره مدُّونه اوڅومره شدونه  اوڅومره  نقطې(ټکي) راغلي؟

جواب : په قرآن شریف کې ۵۳۲۲۳   زورونه (فتحې).

۳۹۵۸۲  زېرونه (کسرې).

۸۸۰۴   پېښونه(ضمې) .

۱۷۷۱ مدونه .

۱۲۷۴ شدونه .

او  ۱۰۵۶۸۴  نقطې ( ټکي) راغلي دي .

پوښتنه : په قرآن شریف کې  دڅومره پیغمبرانو نومونه راغلي ؟

جواب : د ۲۶ پیغمبرانو نومونه  په قرآن شریف کې ذکرشوي.

پوښتنه دهغه پیغمبرانونومونه څه دي چې په قرآن شریف کې یې یادونه شوي؟

جواب : په قران شریف کې دذکرشویوپیغمبرانو نومونه په دې ډول دي  : (۱)حضرت آدم علیه السلام (۲)ذاالکفل علیه السلام(۳) حضرت ادریس علیه السلام (۴)حضرت نوح علیه السلام(۵)حضرت هود علیه  السلام (۶)حضرت صالح علیه السلام(۷) حضرت ابراهیم علیه السلام (۸) حضرت لوط علیه السلام(۹)حضرت اسماعیل علیه السلام (۱۰)حضرت اسحق علیه السلام(۱۱)حضرت یعقوب علیه  السلام(۱۲) حضرت یوسف علیه السلام(۱۳) حضرت شعیب علیه السلام(۱۴)حضرت موسی علیه السلام(۱۵) حضرت هارون  علیه السلام (۱۶)حضرت ایوب علیه  السلام(۱۷) حضرت یحی علیه السلام(۱۸)حضرت الیاس علیه السلام(۱۹)حضرت زکریا علیه السلام (۲۰)حضرت الیسع علیه السلام(۲۱)حضرت عزیر علیه السلام(۲۲) حضرت داود علیه السلام(۲۳)حضرت سلیمان علیه السلام(۲۴)حضرت یونس علیه السلام(۲۵)حضرت عیسی علیه السلام  (۲۶)حضرت محمد خاتم النبین صلی الله تعالی علیه وسلم

پوښتنه : په قرآن شریف کې دکومو ملائکویادونه شوي ؟

جواب : په قرآن شریف کې د ۱۲ ملائکونومونه یادشوي   لکه : حضرت جبرئیل ، حضرت میکائیل، هاروت ، ماروت ، برق، مالک ( ددوزخ  داروغه) الرعد،قعید،سجل ، ذوالقرنین، الروح ، السکینه.

پوښتنه :په قرآن شریف کې دذکرشویوانبیاؤ نومونه څوڅوځله راغلي ؟

جواب : دحضرت آدم علیه السلام نوم  پنځه ویشت (۲۵)ځله .

دحضرت ادریس علیه السلام   نوم(۲) ځله .

دحضرت نوح علیه السلام  نوم (۴۳) ځله .

دحضرت هود علیه السلام  نوم (۷)ځله.

دحضرت صالح  علیه السلام  نوم (۸) ځله .

دحضرت ابراهیم علیه السلام   نوم (۶۹) ځله.

دحضرت اسماعیل علیه السلام  نوم (۱۲)ځله .

دحضرت یعقوب علیه السلام  نوم (۱۶) ځله.

دحضرت یوسف علیه السلام   نوم (۲۷)ځله

دحضرت شعیب علیه السلام  نوم (۱۱)ځله

دحضرت لوط علیه السلام  نوم (۲۵) ځله

دحضرت هارون علیه السلام  نوم (۲۰)ځله

دحضرت ایوب علیه السلام   نوم(۴)ځله

دحضرت الیاس علیه السلام   نوم (۳)ځله

دحضرت الیسع علیه السلام  نوم (۲)ځله

دحضرت داود علیه السلام   نوم (۱۶)ځله

دحضرت سلیمان علیه السلام  نوم (۱۷)ځله،

دحضرت یونس علیه السلام  نوم (۴)ځله.

دحضرت ذوالکفل علیه السلام  نوم (۲)ځله.

دحضرت عزیر علیه السلام  نوم(۱)ځل.

دحضرت زکریا علیه السلام  نوم (۷)ځله.

دحضرت یحی علیه السلام  نوم (۵)ځله.

دحضرت عیسي علیه السلام  نوم (۶۳)ځله.

دحضرت موسی علیه السلام   نوم (۱۳۶) ځله.

دحضرت اسحاق علیه السلام   نوم (۱۷)ځله .

دحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم نوم اوصفات  (۲۹)ځله راغلي .

 

پاتي لري…

ابوعمیر

About admin