Home » دمېرمنو اسلام » دمسلماني میرمني غوره صفت(۶)

دمسلماني میرمني غوره صفت(۶)

م/محمد

شپږم صفت: دلمانځه خیال ساتل:

دممسلمانو میرمنو یوډیر مهم اوښه صفت پنځه وخته دلمانځه اداء کولو پوره اهتمام کول اودلمانځه خیال ساتل اوپه دې باره کې هیڅ ډول کوتاهی اوسستي نه کول دي.

ځکه دقیامت په ورځ به لمړی پوښتنه دلمانځه په اړه وي.

روز محشرکه جان ګداز بود  ::  اولین پرسش نماز بود

رسول الله – صلی الله علیه وسلم- دښځو لپاره هم ددې خبر ورکړی چې دقیامت په ورځ به لمړی دلمانځه په اړه پوښتنه تري کیږي.

حضرت انس-رضی الله تعالی عنه- درسول الله-صلی الله علیه وسلم- ارشاد نقل کړی چې ویې فرمایل: ”أوَّلُ مَا تُسْأَلُ الْمَرْأَةُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَنْ صَلَاتِهَا،ثُمَّ عَنْ بَعْلِهَا كَيْفَ عَمِلَتْ إِلَيْهِ[1]

دقیامت په ورځ به ترټولو لمړی له ښځي څخه دهغې دلمانځه په باره کې پوښتنه کیږي او بیابه دخاوند په اړه تري پوښتل کیږي چې څرنګه  سلوک یې ورسره کړی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه میرمنوته چې پنځه وخته دلمانځه اهتمام کوي دجنت زیری ورکړی.

په یوروایت کې راغلي: ”لَوْلَا مَا يَصْنَعْنَ بِأَزْوَاجِهِنَّ لَدَخَلَتْ مُصَلِّيَاتُهُنَّ الْجَنَّةَ“[2]

که دوی[ښځو]هغه کوتاهۍ چې له خاونداو سره یې کوي نه وای نو لمونځ کونکې به(په اساني سره)جنت ته تلونکې وای.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي میرمنوته دجنت زیری اورولی چې پنځه وخته لمونځ په پابندي سره اداء کوي. له حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد وفرمایل : ”إِذَا صَلَّتِ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا، وَحَصَّنَتْ فَرْجَهَا، وَأَطَاعَتْ بَعْلَهَا، دَخَلَتْ مِنْ أَيِّ أبْوَابِ الْجَنَّةِ شَاءَتْ“[3]   ښځه چې کله خپل پنځه وخته لمونځ اداء کوي،اودروژې میاشت روژي نیسي،دخپل فرج ( له حرامو) ساتنه وکړي،اودخپل خاوند( په جائزواموروکې) اطاعت وکړي نوچې دجنت له کومي دروازې یې زړه غواړي داخله به شي.

حضرت أم سلمه رضی الله عنها فرمایې: ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه  :”أَنِسَاءُ الدُّنْيَا أَفْضَلُ أَمِ الْحُورُ الْعِينُ؟“ اږآیا ددنیا ښځې غوره دي اوکه حور عین؟

نورسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کې راته وفرمایل: ”بَلْ نِسَاءُ الدُّنْيَا أَفْضَلُ مِنَ الْحُورِ الْعِينِ كَفَضْلِ الظِّهَارَةِ عَلَى الْبِطَانَةِ“

ژباړه : ددنیاښځې ترحورعین داسي غوره  اوافضله دي لکه پورتنۍ جامه چې له لاندینۍ هغې غوره ده .

مابیاپوښتنه وکړه چې  یارسول الله  داسي ولي ده ؟ هغه -صلی الله علیه وسلم- په جواب کې راته وفرمایل: :”بِصَلَاتِهِنَّ وَصِيَامِهِنَّ وَعِبَادَتِهِنَّ اللهَ“

ځکه چې هغوی دالله تعالی درضالپاره لمونځونه کړي ، روژې یې نیولي اوعبادت یې کړی. بیایې وفرمایل : الله تعالی به ددوی مخونه  په نورباندي  روښانه کړي،اودهغوی ته به ورېښمین لباس ورواغوندي چې رنګونه به یې سپین وي، دجامورنګ به یې  زرغون وي  اوګيڼي اوزیورات به یې  ژړرنګ لري، ږمونځي به یې  دسروزرو  وي  اووایې به  : :”أَلَا نَحْنُ الْخَالِدَاتُ فَلَا نَمُوتُ أَبَدًا، أَلَا وَنَحْنُ النَّاعِمَاتُ فَلَا نَبْؤُسُ أَبَدًا، أَلَا وَنَحْنُ الْمُقِيمَاتُ فَلَا نَظْعَنُ أَبَدًا، أَلَا وَنَحْنُ الرَّاضِيَاتُ فَلَا نَسْخَطُ أَبَدًا طُوبَى لِمَنْ كُنَّا لَهُ وَكَانَ لَنَا“   [4]

ای  واورئ! موږهمیشني یو،موږته هیڅکله مرګ نه راځي. واورئ! موږ ښه ژوندلرونکي یوهیڅکله به مفلسي نه شو. واورئ! موږ مقیمي یوهیڅکله نه کوچیږو. واوورئ!موږ راضي یې هیڅکله خوابدیدونکي نه یو،هغه لره دخوښۍ زیری دی چې موږدهغه لپاره یواوهغه زموږ لپاره .

…………………………………………………..

[1] کنزالعمال ۴۵۰۹۴

[2] مسنداحمد۲۲۱۷۳

[3] صحیح ابن حبان:۴۱۶۳

[4] ۔(طبرانی کبیر:۲۳/۳۶۷۔رقم:۸۷۰)

About admin