Home » بېلا بېلي لیکني » دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۷)

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۷)

پوښتنه : په قرآن شریف کې کوه طورپه کوم نامه سره بلل شوی؟

جواب په  جبل ایمن سره .

پوښتنه :په قرآن شریف کې کوم کافران په نامه  سره یاد شوي ؟

جواب : ابلیس، فرعون ، هامان ، آذر،سامري، ابولهب  اوقارون .

پوښتنه : په قرآن شریف کې کوم نبي دهغه دمور په  نوم یادشوی ؟

جواب : حضرت عیسی بن مریم – علیهما وعلی نبیناالصلوة والسلام -.

پوښتنه : دقرآن شریف په کوم سورت کې یواځي یو زیر (ِ) راغلی؟

جواب : په سورة الاخلاص کې .

پوښتنه په قرآن شریف کې کوم ښار ته ام القری ویل شوي ؟

جواب : مکې مکرمې ته .

پوښتنه : دمکې کافرانوبه قرآن شریف ته څه ویل ؟

جواب : دمکې مشرکینواوکافرانوبه قرآن ته  سحرمبین (ښکاره جادو) ویل.

پوښتنه : څلورقل (چارقل) کوموسورتونوته ویل کیږي ؟

جواب : سورة الکافرون ، سورة الاخلاص ، سورة الفلق اوسورة الناس ته ؛ځکه دټولوپه شروع کې دقل  کلمه راغلي.

پوښتنه :رسول الله – صلی الله علیه وسلم –   دالحمدلله  سورة  په کوم نوم  سره نومولی ؟

جواب :  فاتحة الکتاب .

پوښتنه  : په قرآن شریف کې کوم سورت په دعاسره پای ته رسیدلی؟

جواب : سورة البقره په ۲۸۶ آیت  اَنْتَ مَوْلٰـنَا فَانْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْکَافِرِیْنَ        سره پای ته رسیدلی.

پوښتنه : دسورة النساء موضوع څه شیئ ده ؟

جواب : دسورة النساء موضوع دښځو حقوق دي.

پوښتنه : دقرآن کریم خلاصه  کوم سورت ته ویل شوي ؟

جواب : د دېرشمي سیپاري۳۵ سورة ( سورة الاخلاص) ته  دقرآن خلاصه هم ویل کیږي.

پوښتنه : دقرآن درېیمه  کوم سورة ته ویل کیږي ؟

جواب  دقرآن کریم  ۱۱۲ نمبر سورت ( سورة الاخلاص) ته  دقرآن درېیمه ویل کیږي .

پوښتنه :  دسورة الرحمن  دوه نور نومونه  څه دي ؟

جواب : زینة القرآن  او عروس القرآن .

 

پاتي لري …. 

ابوعمیر

About admin