Home » بېلا بېلي لیکني » دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۶)

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۶)

پوښتنه : دکور اودهغه اړوند شیانو یادونه په کومو آیتونوکې شوي ؟

جواب :دکور یادونه  دسورة الاحزاب ۳۳ نمبرآیت، دسورة القصص۵۸ آیت ،دسورة هود۶۵ آیت،دسورة آل عمران۱۳۱ایت کې شوي

د بام ( چت ) یادونه دسورة  البقره۲۲ آیت ، دسورة الصف په ۲۶ آیت کې شوي .

 د دیوال یادونه  دسورة الکهف په ۱۸ او۸۲، اودسورة الحدید په ۲ نمبرآیت کې راغلي.

 دروازه دسورة النحل په ۴۴ نمبرآیت کې  ذکر شوي.

 چوکټ  دسورة الکهف په ۱۸ نمبرآیت کې ذکرشوی .

کوچنۍ المارۍ یاطاق  دسورة النورپه ۳۵ نمبرآیت کې راغلي .

قلف  دسورة محمدپه ۲۴ نمبرآیت کې یادشوی.

اوکرسۍ دسورة البقره په ۲۵۵ نمبرآیت کې  یاده شوي.

پوښتنه :  دقرآن کریم په کوم سورة  دال ( د) توری نه دی راغلی؟

جواب په سورة الکوثرکې  د دال توری نشته.

پوښتنه : په قرآن شریف کې  د بکّه  توری  دکوم ښارلپاره کارول شوی؟

جواب : دمکې مکرمې ښار لپاره دقرآن کریم دسورة آل عمران په ۹۶ آیت کې .

پوښتنه : په قرآن شریف کې دمدینې اویثرب نوم په کوم ځای کې راغلی ؟

جواب : په قرآن شریف کې دمدینې نوم دسورة الاحزاب په ۶۰ او یثرب یې په ۱۳ نمبرآیت کې راغلی.

پوښتنه :دقرآن کریم ترټول لمړی مفسرڅوک دی ؟

جواب : دقرآن کریم ترټولو لمړی مفسر رسول الله – صلی الله علیه وسلم – دی.

پوښتنه په مدینه منوره کې ترټولولمړی کوم سورة نازل شوی؟

جواب : سورة الفاتحه .

پوښتنه : دمدیني منوري په کوم مسجدکې ترټول لمړی قرآن کریم ولوستل شو؟

جواب : په مسجد زریق کې .

پوښتنه  حضرت عمر  درسول الله -صلی الله علیه وسلم – له مبارکي خولي ترټولولمړی دکوم سورة تلاوت واورید؟

جواب دسورة الحاقه .

پوښتنه :په مکه مکرمه کې لمړی کوم صحابي په لوړ اواز قرآن مجید لوستلی؟

جواب : حضرت عبدالله بن مسعود – رضی الله تعالی عنه -.

پوښتنه : دقرآن کریم په کوم سورت کې  د راء ( ر) توری نشته ؟

جواب : په سورة الاخلاص کې.

پوښتنه : په قرآن شریف کې  دکوموکومو میوو نومونه  یادشوي؟

جواب :په قرآن شریف کې دشپږ ډوله میوو یادونه شوي : لکه انګور، زیتون ، انځیر، خورما،کیله  اوانار.

پاتي لري…

ابوعمیر

About admin