Home » عصري مسائل » د ډائلیسس( Dialisis )په مهال دمریض لپاره داوداسه اولمانځه حکم

د ډائلیسس( Dialisis )په مهال دمریض لپاره داوداسه اولمانځه حکم

 پوښتنه : د ډائليسس ( Dialisis ) عمل داسي دی چې په دې کې دمریض په دوو رګونوکې ستني اچول کیږي چې دماشین په مټ له یوه رګ څخه وینه راکاږي وینه په ماشین کې ګرزي ترڅوپه وینه کې موجود داوبواجزاوي له ویني څخه بیل کړي اوبیایې بل رګ ته داخلوي ، داکار کابوله ۳ساعتونوتر ۴ساعتونو پوري یاهم تردې زیات وخت نیسي، چې په دې کې کله کله دلمانځه وخت هم راځي اود ډایلیسس ترختمیدووړاندي دلمانځه وخت ختمیږي،نوپه داسي صورت کې به مریض داوداسه اولمانځه په اړه څه کوي؟

همداسي په دې حالت کې په عمومي توګه مریض پروت وي،کښېناستل ورته ممکن نه وي ،اومریض چې په کوم طرف پروت وي هغه هم له قبلې څخه چپ وي،داهم بایدواضحه کړوچې  دډائلیسس دعمل په مهال مریض داودس کولوتوان نه لري اونه هم خپله تیمم وهلی شي ځکه دډائلیسس په مهال مریض هیڅ لاس نه شي ښورولی البتة بل څوک تیمم وروهلی شي

له دې سره سره داهم دیادوني ده چې دروغتون ځانګړی وخت اودمریضانو دډېروالي په بناء دمریض لپاره داسي وخت ټاکل چې پکې لمونځ نه کیږي ناشونی دی ،خامخادیوه لمانځه دقضاکیدووخت پکې راځي.

کله کله خو دډایلاسس عمل ترمثل ثاني وړاندي پیل اوترماسخوتن پوري دوام وکړي،نوآیا دمریض لپاره داجائزده چې هغه دمازدیګرلمونځ په مثل اول کې وکړي اوبیا ډایلاسس شروع کړي؟ ځکه د ډایلاسس له شروع کیدو وروسته هغه په  ولاړه ، ناسته رکوع اوسجده سره لمونځ نه شي اداء کولی.بلکه که کوي یې هم نودپروتي په حالت کې په محض اشاره سره به لمونځ اداء کوي .

اوکه دماسخوتن وخت شروع شي اوډایلیسس لا یوساعت نورهم وخت نیسي نوپه داسي صورت کې دماسخوتن لمونځ په اشاره سره کولی شي اوکه به انتظارکوي ترڅو داعمل ختم شي اوپه ولاړه  رکوع اوسجده سره لمونځ اداء کړي ؟

الجواب : حامداومصلیا وبعد:

۱- دډائیلاسس په عمل سره بلکل اودس مات دی

۲- په مذکوره صورت کې لمړی باید ددې پوره کوشش وکړی شي چې دډائیلاسس عمل په داسي وخت کې ترسره کړی شي چې دکوم لمانځه دقضاء کیدلووېره نه وي لکه دسهاریاماسخوتن په اول وخت کې له لمانځه کولوسمدستي وروسته، اوکه داسي ممکن نه وي اودډائیلاسس کولوپه مهال دیوه لمانځه قضاء کیدلوویره وي ، اومریض نه په خپله اودس کولی شي اونه یې هم بل څوک په اودس  ورکولوقدرت لري،نوپه داسي صورت کې بایددهرفرض لمانځه لپاره تیمم ورووهلی شي،که دلمانځه اداء کولولپاره په کښېناستلوقدرت نه لري،نوپه پروت حالت کې دي لمونځ اداء کړي چې دډائیلاسس پیلولووړاندي دي مخ پرقبله باندي پرې ایستل شي چې پښې یې دقبلې طرف ته وي اوترسردي یوبالښت یاکوم بل شیئ ورلاندي کړی شي چې سریې لږهسک وي اوپه اشاره سره لمونځ وکړی شي.

اوکه تردې  عمل وړاندي ددې شیانواهتمام ونه کړای شي اووروسته هم قبلې ته مخ کول ناشونی وي نوچې څومره ممکن وي بایددقبلې طرف ته مخ کړي ،همداراز که دماسخوتن په وخت کې ډائلیسس شروع وي اولا یوساعت نورهم پاتي وي لمونځ به په اشاره سره نه کوي بلکه تر دعمل ترختمیدوپوري دي انتظاروکړي ځکه دماسخوتن لمونځ قضاء کیږي نه .

اواحتیاطادي له ‌ډائیلیسس ختمیدو وروسته  په دې مهال اداء کړی شوي لمونځونه راوګرزوي یواځي دهغه لمونځونوقضاء دي راوګرزوي چې عارضي توګه په تمیم یاقبلې ته له مخ کولوپرته اداء کړی شوي وي. والله تعالی اعلم  وعلمه اتم واحکم

( ماخذه فتاوی دارالعلوم دیوبند ۱۹۱، ۱۹۰/ امدادالفتاوی  ۹۷،۹۶/۱،ا حسن الفتاوی ۱/۵۵  بتصرف  ،  بحواله  دارالعلوم کراچي  فتوی نمبر ۱۰۰/۱۸۸۲  والتفصیل فیه )

م محمد

About admin