Home » دمېرمنو اسلام » دمسلماني میرمني غوره صفت (۵)

دمسلماني میرمني غوره صفت (۵)

م/محمد

پنځم صفت: له الله تعالی څخه  وېره :

په قرآن شریف کې ډیر ځایونه دتقوی (له الله تعالی څخه دوېريدو) حکم شوی او یوځای خو خاص میرمنوته خطاب شوی لکه په دې  آیت کې  چې الله تعالی فرمایلي:”وَاتَّقِينَ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا“[1]

ژباړه:او[ای میرمنو!] تاسو له الله تعالی څخه وویریږئ!بېشکه الله تعالی په هرشیئ باندي ګواه دی.

دمسلماني میرمني په ښو صفاتو کې یوصفت داهم ذکرشوی چې له الله تعال ویریدونکې وي په خشیت الهي باندي موصوفه وي. دالله تعالی خوف او ویره دهغې په رګ رګ کې موجوده وي.لکه چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم- چې فرمایلي:”خَيْرُ نِسَائِكُمُ الْوَدُودُ الْوَلُودُ الْمُوَاتِيَةُ الْمُوَاسِيَةُ، إِذَا اتَّقَيْنَ اللهَ“[2]

ستاسو په ښځوکې ترټولوښه میرمن هغه ده چې [له خاوندسره]ښه مینه کونکې،ډیرماشومان زیږونکې،اطاعت کونکې اوغمخواره وي[ له دې ټولوسره سره] له الله تعالی څخه ویریدونکې هم وي.

په یوبل روایت کې حضرت ابوهریرة- رضی الله عنه- درسول الله – صلی الله علیه وسلم- داارشاد نقل کړی:”أَيُّمَا امْرَأَةٍ اتَّقَتْ رَبَّهَا، وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا، وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا، فُتِحَ لَهَا ثَمَانِيَةُ أَبْوَابٍ مِنَ الْجَنَّةِ، فَقِيلَ لَهَا:ادْخُلِي مِنْ حَيْثُ شِئْتِ“[3]

ژباړه: کومه میرمن چې له خپل رب څخه ویریږي، دخپلي شرمګاه ساتنه کوي،اودخپل خاوند فرمانبرداري کوي دهغې لپاره به دجنت ۸ دروازې خلاصي وي اوهغې ته به وویل شي چې: له کومي دروازې دي خوښه وي جنت ته داخله شه.

……………………………………………..

[1]   الاحزاب ۵۵

[2]   سنن کبری للبیهقي۱۳۴۷۸

[3]   طبراني فی الوسط ۴۷۱۵

 

About admin