Home » دار الافتاء » په تلفون دنکاح لپاره یوڅوک وکیل کول .

په تلفون دنکاح لپاره یوڅوک وکیل کول .

الاستفتاء  رقم  …………..  محترم  مفتي  صاحب ! اوس  ډیرداسې  پېښيږي  چې  دنکاح  په مهال  زوج  نه وي ،له وړاندي  يې  وکیل څوک نه وي  ټاکلی ،بس دعقدنکاح  په مهال په  زوج  پسي  ټلفون  کیږي اوبیاهغه دعقدلپاره څوک  وکیل کړي نوپه ټلفون  باندي دغه وکالت  صحیح  ده ؟ملااحمد

الجواب  حامداومصلیا وبعد: هو،دغه وکالت  صحیح  کيږي؛په دې شرط  چې شاهدان دعقد ددغه وکیل  هغه غائب  موکل پېژني .یادعقدایجاب اوقبول په مهال دموکل  نوم  اودپلارنوم  يې  ذکرشي  .

فی نصب  الرایة ۴\۱۹۲کتاب الوکالة  : روی انه علیه السلام  وکل  بالتزوج عمروبن ابي سلمة  رض  ..

فی  خلاصة  الفتاوی ۲\۱۵ امرأة  وکلت رجلا بان یزوجها من نفسه فقال  الوکیل  اشهدوا انی  قدتزوجت فلانة من نفسي ،ان لم یعرف الشهودفلانة لایجوز النکاح  مالم  یذکراسمها واسم ابیها وجدها

About admin