Home » دمېرمنو اسلام » دمسلماني میرمني غوره صفت(۴)

دمسلماني میرمني غوره صفت(۴)

م/محمد

څلورم صفت : له ګناهونوځان ساتل:

دنارینه اوښځينه ؤ لپاره  ترټولوښه صفت  له ګناهونوځان ساتل دي ،دیومسلمان په حیثیت بایدهرمسلمان له ګناهونوڅخه دځان ساتني پوره کوشش وکړي .

له حضرت أم سلیم – رضی الله تعالی عنها) څخه روایت دی چې ماله نبي کریم -صلی الله علیه وسلم – څخه دوصیت غوښتنه وکړه  چې په دې سره هغه  -صلی الله علیه وسلم- ارشادوفرمایل : :”اُهْجُرِي الْمَعَاصِي، فَإِنَّهَا أَفْضَلُ الْهِجْرَةِ، وحافِظِي عَلَى الْفَرَائِضِ، فَإِنَّهَا أَفْضَلُ الْجِهَادِ، وَأَكْثِري ذِكْرَ اللَّهِ، فَإِنَّكِ لَا تَأْتِينَ اللَّهَ بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ كَثْرَةِ ذِكْرِهِ“ [1]

ژباړه : دالله تعالی نافرماني پریږده ؛ځکه داترټولو غوره هجرت دی، اودفرائضوساتنه کوه؛ځکه  داترټولوغوره جهاد دی،اود الله تعالی ذکرډېرډېرکوه؛ځکه ته دالله تعالی په وړاندي حاضریدلوسره ترډېرذکرکولوپرته  چې الله تعالی ته خوښ وي بل کوم نه شي وړاندي کولوی.

رسول الله – صلی الله علیه وسلم – له ګناهونوڅخه ځان ساتل یوبهترین عبادت بللی،لکه په دې حدیث کې چې دی :”اتَّقِ المَحَارِمَ تَكُنْ أَعْبَدَ النَّاسِ“[2] یعني له حراموڅخه ځان ژغوره نوترټولوسترعابدبه درنه جوړشي. دابن ماجه په روایت کې بیاداسي توري راغلي:  :”اتَّقِ المَحَارِمَ تَكُنْ أَعْبَدَ النَّاسِ“[3]  متقي شه نوترټول سترعبادت کونکی به شي.

له حضرت عبدالله بن عباس – رضی الله تعالی عنهما- څخه پوښتنه وشوه چې  آیا: هغه سړی چې ډیرنیک کارونه کوي اوګناهونه هم ډیرکوي ستاپه آند غوره دی اوکه هغه چې نیک عمل هم کم کوي اوګناهونه هم کم کوي؟ نوحضرت  عبدالله بن عباس – رضی الله تعالی عنهما- په جواب کې ورته وفرمایل : ”مَا أَعْدِلُ بِالسَّلَامَةِ شَيْئًا“[4]     زه له ګناهونونه  ځان ساتونکی له هیڅ شیئ سره برابرنه شم بللی.

حضرت عائشة صدیقه -رضی الله تعالی عنها- فرمایې:”أَقِلُّوا الذُّنُوبَ فَإِنَّكُمْ لَنْ تَلْقَوَا اللَّهَ بِشَيْءٍ يُشْبِهُ قِلَّةَ الذُّنُوبِ“ [5]ګناهونه کم کړئ؛ځکه تاسودالله تعالی په وړاندي له هیڅ داسي عمل سره نه مخامخ کیږئ چې (په فضیلت کې) دګناهونوله کم والي سره مشابه وي.

همداراز حضرت عائشة صدیقه -رضی الله تعالی عنها- فرمایې إِنَّ النَّاسَ قَدْ ضَيَّعُوا أَعْظَمَ دِينِهِمُ: الْوَرَعَ[6]    بې شکه خلکودخپل دین ترټولوستر شیئ  یعني تقوی ضائع کړه.

همداشان حضرت عائشة – رضی الله تعالی عنها- درسول الله -صلی الله علیه وسلم- دامبارک ارشادنقل کوي : :”مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَسْبِقَ الدَّائِبَ الْمُجْتَهِدَ فَلْيَكُفَّ عَنِ الذُّنُوبِ“[7] که څوک غواړي ( په عبادت کې) له ستړي کیدونکي اوښه کوشش کونکي (عابد) هم وړاندي شي نوهغه دي له ګناهونوځان وساتي .

……………………………………………………………

[1] طبرانی اوسط:۶۷۳۵

[2] ترمذی: ۲۳۰۵

[3] ابن ماجہ:۴۲۱۷

[4] مصنف ابن ابی شیبہ:۳۴۷۷۱

[5] مصنف ابن ابی شیبہ:۳۴۷۳۸

[6] ابن ابی شیبہ:۳۴۷۴۲

[7] شعب الایمان:۶۹۲۸

About admin