Home » دمېرمنو اسلام » دمسلماني میرمني غوره صفت(۳)

دمسلماني میرمني غوره صفت(۳)

م/ محمد

درېیم صفت : دښواخلاقوڅښتنه:

دمیرمنوله ښوصفاتویوصفت مهم صفت دهغې ښه اخلاق دي ، پکارده مسلمانه میرمن دښواخلاقه څښتنه وي ،ځکه همدا دمیرمنوهغه اصل حسن اوښایست دی چې له امله یې دخاوندپه نظرکې حسینه ،ښکلي اومحبوبیت پیداکولی شي که څه هم له ظاهري ښکلایومخیزه بې برخه وي ‎.

رسول الله – صلی الله علیه وسلم – هم نارینه ؤ ته دښځوپه انتخاب کې د ”بااخلاقه ښځې“   معیارښودلی چې دنکاح کولوپه مهال دینداره اودښواخلاقومیرمن انتخاب کړي.

له حضرت ابوسعید الخدري -رضی الله تعالی عنه-  نه روایت شوی چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم –  ارشاد وفرمایل :”تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ عَلَى مَالِهَا،وَتُنْكَحُ الْمَرْأَةُ عَلَى جَمَالِهَا،وَتُنْكَحُ الْمَرْأَةُ عَلَى دِينِهَا،خُذْ ذَاتَ الدِّينِ،وَالْخُلُقِ تَرِبَتْ يَمِينُكَ“   [1]

ژباړه : ښځه دهغې دمال له امله په نکاح کوله کیږي،اودهغې دښایست اوښکلاله امله په نکاح کوله کیږي، اودهغې ددینداري له امله په نکاح کوله کیږي،نوتاسودینداره اودښواخلاقولرونکي میرمن غوره کړئ لاسونه موپه خاورو سپيره شه(که تاسو ددې لحاظ ونه کړئ).

له حضرت عمر -رضی الله عنه – څخه نقل شوي چې ویې فرمایل : ” مَا اسْتَفَادَ رَجُلٌ، أَوْ قَالَ: عَبْدٌ بَعْدَ إِيْمَانٍ بِاللَّهِ خَيْرًا مِّنِ امْرَأَةٍ حَسَنَةِ الْخُلُقِ،وَدُوْدٍ وَلُوْدٍ وَمَا اسْتَفَادَ رَجُلٌ بَعْدَ الْكُفْرِ بِاللَّهِ شَرًّا مِنِ امْرَأَةٍ سَيِّئَةِ الْخُلُقِ حَدِيدَةِ اللِّسَانِ“.[2]

ژباړه : هیڅ سړي له ایمان وروسته  ترهغه ښځې ښه شیئ نه دی موندلی چې ښه اخلاق ولري اوښه محبت کونکي اوښه ماشومان زیږونکي وي ، اوهیڅ سړي ته  له کفر وروسته   ترهغې ښځې بدشیئ نه دی حاصل کړی چې بداخلاقه او تېره ژبي  وي .

له  حضرت ابوموسی – رضی الله عنه -نقل شوي چې : :”ثَلَاثَةٌ يَدْعُونَ فَلَا يُسْتَجَابُ لَهُمْ: رَجُلٌ أَعْطَى سَفِيهًا مَالَهُ، وَقَالَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى:{وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمْ}وَرَجُلٌ كَانَتْ عِنْدَهُ امْرَأَةٌ سَيِّئَةُ الْخُلُقِ فَلَمْ يُطَلِّقْهَا أَوْ لَمْ يُفَارِقْهَا، وَرَجُلٌ كَانَ لَهُ عَلَى رَجُلٍ حَقٌّ فَلَمْ يُشْهِدْ عَلَيْهِ“[3]

ژباړه : درې کسان داسي دي چې دوی دعاوي کوي خودعاوي یې نه قبلیږي،یوهغه چې  بیوقوف ته  خپل مال ورکړي (ځکه چې دادمال ضائع کیدل دي) اوالله تعالی فرمایلي چې : تاسوبیعقلانوته خپل مال مه ورکوئ . اوبل هغه سړی چې  بداخلاقه ښځه ورڅرمه وي (چې دهغې له امله یې ددین اودنیانقصان وي ) اودی یې نه طلاقه کړي اونه ورنه جلاشي، اودرېیم هغه سړی چې  دده پر بل چاحق وي  اوپه دې یې څوک ګواه نه وي جوړکړي

…………………………………………

[1] صحیح ابن حبان :۴۰۳۷

[2] مصنف ابن ابی شیبہ:۱۷۱۴۲

[3] مصنف ابن ابی شیبہ:۱۷۱۴۴

 

About admin