Home » جـــــهاد » د جهاد په هکله دیني معلومات

د جهاد په هکله دیني معلومات

مفتی محمدګل سعید

بسم الله الر حمن الرحیم

(۱)ــــ  لومړنی شخص چې د اعلاء کلمة الله لپاره په آس سپور شوی او جهاد یې کړی دی، متوشلخ د ادریس علیه السلام زوی و. (سبائک الذهب فی معرفة قبائل العرب ص۱۰)

(۲)ـــــ  لومړنی شخص چې منجنیق يې جوړ کړ  د کرد قبیلې هیزن نومی شخص و، ویل کیږي چې ابراهیم علیه السلام په کوم منجنیق کې اور ته واچولی شو، هغه هم ده جوړ کړی و، چې بیا د الله تعالی په قهر اخته شو او په ځمکه  کې غرق شو. ابن قتیبه رحمه الله وايي: لومړنی سړی چې منجنیق يې جوړ کړی دی، جزیمة الابرش و، چې په جزیمة بن مالک الابرش هم شهرت لري، (ابرش يې صفت دی، د پلار نوم يې نه دی.) علامه سیوطي رحمه الله فرمایلي دي: منجنیق په لومړي ځل بلقیس جوړ کړ، چې بیا جزیمه هم ورته اقدام وکړ او هغه هم جوړ کړ. (تاریخ ابن کثیر ص۲۰۸ ج ۱)

(۳)ـــــ  اولنۍ غزوه چې مسلمانانو پکې منجنیق استعمال کړی دی، د طایف غزوه وه، چې د هجرت د اتم کال په شوال میاشت کې رامنځته شوې ده. (نبی رحمت ص۳۵۴)

(۴)ــــــ لومړنی سړی چې د جنګ لپاره يې خندق وکیښ، د فارس بادشاه و، چې منوچهر نومیده او د موسی علیه السلام معاصر و.

(۵)ـــــ لومړنی شخص چې ښارونه يې فتح کړل، عبدالشمس بن یشجب نومیده، چې ملقب په سبا و. (سویدي ص۱۷)

(۶)ــــ اولنی لښکر چې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه په خلافت کې مسلح شو او د جنګ اراده یې وکړه، د اسامه بن زید رضی الله عنه لښکر و.(مزیلة الدرایة لمقدمة الهدایة  ص۵)

(۷)ــــ لومړنی غزا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  کړې ده، د ابوا (ودان) غزا وه، چې د هجرت نه اتلس میاشتې وروسته رامنځته شوه او په دې غزا کې بیرغ د حضرت حمزه رضی الله عنه په لاس کې وو. (المواهب اللدنیه ص ۳۳۸ ج ۱)

(۸)ــــــ  د احد په غزا کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت اواز په دروغو باندې خپور شو، لومړنی کس چې رسول الله علیه  السلام له هغه نه وروسته ولیده، حضرت کعب بن مالک و، چې بیا یې صحابه کرامو ته  هم دا اعلان وکړ. (طبراني ص۱۴۹)

(۹)ـــــ لومړنی کلا چې مسلمانانو محاصره کړه، د خیبر د کلاګانو یو​ه کلا وه، چې ناعم نومیده.

(۱۰)ـــــ لومړنۍ زنانه چې د اسلام د مبارک دین په لاره کې په شهادت ورسیده، حضرت سمیه بنت خباط د حضرت عمار بن یاسر مور بي بي وه. او لومړنی سړی چې د اسلام په پاکه لاره کې په شهادت ورسید، حارث بن خالد نومیده. (الاصابة  ص۳۳۴ج ۴شماره ۵۸۵)

(۱۱)ــــ  د اسلام لومړنی لښکر په شپږم هجري کال د حضرت زید بن حارثه په مشرۍ د روم خاورې ته ورسید.

(۱۲)ـــــ  دحضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې لومړنی غزاچې دسمندرله لارې شوه دجزیره قبرس  غزاوه چې دجنګ قیادت دحضرت امیر معاویه رضی الله عنه په لاس کې و.داجنګ دمعرکة ذات الصوری په نوم شهرت لري.(مسابقات وثقافات ص ۹۴،۹۵)

(۱۳)ـــــ  لومړنی مشرک چې دمسلمانانولخواو​وژل شو،عمروبن الحضرمی ؤچې حضرت عبدالله سهمي پخپل غشي وواژه.

(۱۴)ــــــ لومړنی مسلمان چې دالله تعالی په لاره کې يې توره راواخیسته،اوهجادیې وکړ،حضرت زبیربن عوام رضی الله عنه ؤ،چې دعشره مبشره له ډلې څخه دی.(اسماء الرجال مشکوة ص ۵۹۵وطبرانی ص۱۴۳)

(۱۵)ــــــ په عربوکې لومړنی سړی چې په غشي يې ویشتل  کړيدي ،حضرت سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه ؤ.(مسابقات وثقافات ص ۸۰ـــ ۸۱)

(۱۶)ـــــ دایران دخاورې اولنی شخص چې په پیغمبرصلی الله علیه وسلم يې ایمان راوړ،حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه ؤ.

(۱۷)ــــــ  دیهودولومړنۍ قبیله چې له مسلمانانوسره يې عهدشکني وکړه،اوپه بدراواحدکې وجنګیدل ،دبنوقینقاع قبیله وه.

(۱۸)ـــــ  دانصارولومړنی شهید حضرت حارثه بن سراقه انصاري وو،چې په بدرکې په شهادت ورسید.(اسماء الرجال مشکوة ص ۵۹۱)

(۱۹)ــــــ  لومړنۍ غزاچې حضرت خالدبن ولیدداسلام راوړلونه وروسته په کې برخه واخیسته ،دموته غزاوه،چې په همدې غزاکې درسول الله صلی الله علیه وسلم لخوادسیف الله لقب ورکړل شو.(فقه السیرة النبویه ص ۳۸۵)

(۲۰)ــــــ  لومړنی شخص چې  له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته راغی،حضرت اسعدبن زراره دسعدبن زراره ورورؤ.

(۲۱)ـــــ  لومړنی کس چې دقسطنطینې دروازه يې په توره ووهله اوماته يې کړه،عبدالله بن کلیب ؤ.(المعارف ص ۲۴۲)

(۲۲)ــــــ  لومړنی شخص چې دبدرپه غزاکې په شهادت ورسید، مهجع  نومیده ،چې دحضرت عمررضی الله عنه غلام  ؤ.اودانصارو لومړنی سړی چې په بدرکې په شهادت ورسیدحضرت حارثه بن النعمان ؤ.(طبراني ص۱۵۵)

(۲۳)ــــــ  هغه غزاچې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  په کې  لوی بیرغونه (عربی کې ورته رایات وايي )له ځان سره راوړي ؤ،دحنین غزاوه،له دې نه مخکې به يې واړه بیرغونه (عربي کې ورته لواء وایی)له ځان سره دجهادډګرته  وړل .(سیوطي ص ۶۳)

(۲۴)ــــــ  لومړنی شخص چې دالله تعالی په لاره کې يې خپله وینه تویی کړه،حضرت سعدبن ابی وقاص ؤ.(سیوطي ص ۶۰ بحواله اوایل ابی هلال عسکري )

(۲۵)ــــ لومړنی شخص چې داحدپه غزاکې په شهادت ورسید،عبدالله دحضرت  جابررضی الله عنهماپلارؤ.(سیوطي ص۶۲)

(۲۶)ــــ لومړنۍ غزاچې  مسلمانان په کې په کامله توګه کامیابه شول اوزیات شميرمشرکین په کې قتل شول اوداسلام شان وشوکت ورسره لوړشو،دبدرغزاوه.(اوایل ابی هلال عسکري ص۸۵)

(۲۷)ــــــ لومړنی آیت چې دجهادپه هکله نازل شوی دی،داقول درب العالمین دی:أذن للذین یقاتلون بأنهم ظلمواوان الله علی نصرهم لقدیر[حج ۳۹](طبراني ص ۱۴۴شماره ۱۰۶۱)

(۲۸)ـــــ  لومړنی شخص چې په غزواتوکې يې کتاب ولیکه حضرت عروه بن الزبیرؤ.(سیوطي بحواله امام ذهبي )په طبقات ابن سعدکې دي ،چې لومړنی شخص چې درسول الله صلی الله علیه وسلم مغازي يې راټول کړیدي ،محمدابن اسحاق دی.

(۲۹)ــــــ لومړنی کس چې په مکه مکرمه کې يې  داسلام دین  په ډاګه کړ،حضرت بلال رضی الله عنه ؤ.(اسماء الرجال مشکوة ص۵۸۷)

(۳۰)ــــــ لومړنی بادشاه چې په سمرقندکې د خپل زوی له لاسه په شهادت ورسید، میرزا الغ بیګ بن شارخ بن امیرتیمور و، چې د خپل زوی عبدالطیف لخوا شهید کړای شو. (تاریخ غبارص ۲۶۸،کشکول سلیمي ص ۲۳۶)

(۳۱)ــــــ لومړنۍ پیغله چې په افغانستان د انګریزانو د یرغل په وخت يې د جنګ ډګر ته راودانګل، د کندهار د میوند مل​اله بي بي وه. (تاریخ غبارص ۶۳۸)

(۳۲)ــــــ  په مهاجرینو کې لومړنی شخص چې  مدینې منورې ته يې هجرت وکړ، حضرت مصعب بن عمیر و. (طبرانی ص۱۴۳)علامه سیوطی فرمایې چې ابوسلمة بن عبدالاسدؤ.

(۳۳)ـــــ لومړنی شخص  چې حبشې ته يې له ټولونه مخکې په دوهم ځل  هجرت  وکړ،خالدبن سعیدبن العاص ؤ.(سیوطی ص۸۳.)

(۳۴)ــــــ لومړنۍ ښځه چې  مدینې منورې ته یې هجرت وکړ،دحضرت عامربن ربیعه میرمن لیلی بنت ابی حشمه وه.(تاریخ ابن کثیرص ۱۹۵ج۳،سیرت ابن هشام ص ۸۲ ج ۲)

 

About admin