Home » عصري مسائل » دلمانځه لپاره د فلکي (Astronomy)علوموپه مټ جوړي شوي جنتري

دلمانځه لپاره د فلکي (Astronomy)علوموپه مټ جوړي شوي جنتري

پوښتنه : په نني عصرکې  دفلکي علومو (Astronomy) پربنیا باندي دلمانځه داوقاتو معلومولو لپاره جنتریاني یانقشې جوړي شوي ،نوآیا داصحیح ده چې څوک ددې جنتریانو یانقشوله مخې دلمانځه اوقات تعین کړي ؟ که په دې اړه  مووضاحت راته وکړ.

الجواب : حامداومصلیاوبعد : که دلمانځه دوختونو معلومولولپاره  نوري ذرائع نه وي نوپه دغه توګه تیاري شوي جنتري باندي عمل کول اودهغوی رعایت کول  صحیح دي که دکوم باوري اوثقه خلکوله لوري جوړي شوي وي .

لما في ’’ رد المحتار ‘‘ : قال الشامي رحمہ اللہ : فینبغي الاعتماد في أوقات الصلوۃ وفي القبلۃ علی ما ذکرہ العلماء الثقات في کتب المواقیت، وعلی ما وضعوہ لہا من الاٰلات کالربع والاصطرلاب ، فإنها إن لم تفد الیقین تفد غلبۃ الظن للعالم بها، وغلبۃ الظن کافیۃ في ذلک ۔ (۲/۱۱۲ ، باب شروط الصلوۃ ، مبحث في استقبال القبلۃ)(جدید فقهی مسائل:۱/۱۲۵)

والله تعالی اعلم

م/ محمد

About admin