Home » بېلا بېلي لیکني » دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۵)

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۵)

پوښتنه : مِئِین  کوموسورتونوته ویل کیږي ؟

جواب : د اوږدوالي په اعتبار درمیانه سورتونوته مِئِین  ویل کیږي،ځکه چې په دې ترسلوزیات یاهغه ته نږدي نږدي آیتونه  دي .

پوښتنه : مثاني کومو سورتونو ته ویل کیږي؟

جواب :هغه سورتونوته چې  ترسلو  یې آیتونه کم وي مثاني سورتونه ویل کیږي .

پوښتنه : په قرآن شریف کې  دڅومختصرو سورتونو نومونه څه دي ؟

جواب : ترټولو مختصر او لنډ سورة  الکثور، العصر او سورة الاخلاص دي.

پوښتنه : هغه کوم سورتونه دي چې نومونه یې په  یوه  یوه حرف  ښودل شوي؟

جواب : صورة    ص    اوسورة   ق .

پوښتنه :دکوموسورتونو په شروع کې  دوه حروف  له  حروف مقطعاتو راغلي ؟

جواب : په قرآن شریف کې داسي سورتونه  لس  دي : د  طه  سورة ،  د طس  سورة ،  د یس  سورة ،اوله  څلوېښتم سورة  نه بیا تر شپږ څلوېښتم نمبر سورة پوري دسورتونوه پیل په دوه حرفیزه حروف مقطعاتوسره شوی.

پوښتنه : په  درې حرفیزه حروف مقطعاتوباندي دڅوسورتونوپه پیل کې راغلي ؟

جواب :د ديارلس سورتونوپیل په درې حرفیزه  حروف مقطعاتوشوی : لکه  البقرة ،آل عمران،العنکبوت، الروم ، لقمان،السجده،یونس ، هود،یوسف، ابراهیم، الحجر،الشعراء،القصص.

پوښتنه : له حروف مقطعاتوڅخه   الم   دڅوسورتونوپه  شروع کې راغلی ؟

جواب : دشپږو سورتونوپه  پیل کې لکه :  البقره ، آل عمران ، العنکبوت،الروم  ، لقمان ،السجده .

پوښتنه : دڅوسورتونوپه شروع کې  الر   حروف راغلي؟

جواب : دپنځو سورتونوپه پیل کې راغلي لکه :  په سورة یونس کې، سورة هود،سورة ابراهیم، سورة الحجر اوسورة  یوسف.

پوښتنه :  طسم   دکومو سورتونوپه پیل کې راغلی ؟

جواب :  طسم   دسورة الشعراء  اودسورة القصص  په پیل کې راغلي .

پوښتنه :  دکوموسورتونو پیل په  څلور حروفو کیږي ؟

جواب :  د سورة الاعراف  په  پیل کې  څلور توري  المص  اودسورة الرعد په پیل کې څلورحروف  المر  راغلي دي.

پوښتنه : هغه کوم سورتونه دي چې په پنځه حرفیز حروفو مقطعاتوسره پیلیږي ؟

جواب : یواځي دمریم سورة دی چې په  پنځه حرفیزه  حروف مقطعاتو – کهیعص – سره پیل شوی.

پوښتنه : دسورتونوپه  اعتبارسره  دقرآن نصف -نیمایي- پرکوم ځای  دی؟

جواب : ترسورة الحدید پوري دسورتونوپه اعتبار دقرآن  لمړی نصف  -نیمایي- ده ، اوله سورالمجادلة  څخه دقرآن آخري نصف پیلیږي .

پوښتنه :  دقرآن شریف کوم کوم سورتونه  بشپړ نازل شوي ؟

جواب :  دقرآن شریف ټول ۸ سورتونه  بشپړ نازل شوي  لکه  :  سورة الفاتحه ، سورة الأنعام ، سورة اللهب ،سورة النصر، سورة الکوثر،سورة الاخلاص  ،سورة الفلق  اوسورة الناس

پوښتنه : په کومو سورتونوکې دښځومسائل په تفصیل سره بیان شوي ؟

جواب :  دمیرمنوپه اړه  دقرآن کریم په  ۲ سورتونو سورة النساء  اوسورة الطلاق کې  ډېرمسائل بیان شوي .

پاتي لري …

 ابوعمیر

About admin