Home » بېلا بېلي لیکني » دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۴)

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۴)

پوښتنه : هغه کوم سورة  دی چې په ټولو آیتونوکې یې  دالله تعالی اسم ذات( الله ) موجود دی؟

جواب : داسورة المجادلة  ده چې په هرآیت کې یې کم ترکمه  یوځل د الله  لفظ شتون لري اوڅلوېښت ځله په دې سورة کې  اسم ذات  – الله- توری راغلی.

پوښتنه : دقرآن کریم په کوموآیتونوکې  دمنافقینوله راز نه پرده پورته شوي ؟

جواب : دسورة آل عمران د ۱۶ رکوع په ۱۵۴ آیت کې ، دسورة التوبة   په ۵۶،۵۸،۶۱،۷۴،۱۰۷،۱۲۴،۱۲۷   آیتونوکې.

پوښتنه : دجهادپه اړه لمړنی کوم آیت نازل شوی ؟

جواب : دجهادپه اړه ترټولو لمړنی آیت دسورة الحج ۳۹ آیت نازل شوی ، خودعلامه ابن جریر طبري  دروایت مطابق په مدینه منوره کې ترټولولمړی  دسورة البقره ۱۹۰  آیت نازل شوی.

پوښتنه : دقرآن کریم  کوم دوه سورتونه  په یوځل نازل شوي ؟

جواب :  سورة الفلق اوسورة  الناس.

پوښتنه : په قرآن کریم کې دڅوسورتونوپیل په ښېرا سره شوی؟

جواب :  د دریو  سورتونوپیل په ښېراسره شوی :  دسورة المطففین، سورة همزه  اوسورة لهب .

پوښتنه : په قرآن شریف کې دکوموسورتونو نومونه له  دوه حرفه  راغلي ؟

جواب : د دریو سورتونونومونه  دوه حرفیز راغلي : لکه  : سورة  حج  ، سورة صف  اوسورة  جن .

پوښتنه : په مدینه منوره کې لمړنی کوم سورة نازل شوی ؟

جواب : په مدینه منوره کې ترټول لمړی  سورة الأنفال نازل شوی .

پوښتنه :هغه کوم سورت دی چې یوه رکوع یې په مکه اوبله رکوع یې په مدینه کې نازل شوي ؟

جواب :  دسورة المزمل یوه رکوع په مکه  مکرمه اوبله رکوع په مدینه منوره کې نازله شوي .

پوښتنه : دشپې په مهال دنازل شویو څو سورتونو نومونه  که راته وښایاست ؟

جواب :  سورة  مریم  دشپې نازل شوی ، همداسي دسورة الفتح  لمړنۍ برخه  په شپه کې نازله شوي ، اودسورة الحج  ابتدائي آیتونه په شپه کې نازل شوي ، اوهمداراز د مائده  دسورة  ۶۶نمبر آیت هم په شپه کې نازل شوي .

پوښتنه : په قرآن شریف کې  کوم سورتونه دحیواناتو په نومو نومول شوي دي ؟

جواب : سورة النمل ، سورة العنکبوت ، سورة النحل  اوسورة البقرة .

پاتي لري …

ابوعمیر

About admin