Home » دمېرمنو اسلام » دمسلماني میرمني غوره صفت(۱)

دمسلماني میرمني غوره صفت(۱)

دمسلماني میرمني غوره صفات :

په قرآن اوحدیث کې دښځو ډېرښه اوعمده صفات بیان شوي چې په ځان کې پیداکولوسره یې یوه میرمن  ترخپل مقصدپوري په رسیدلوسره یوه کامیابه اوباکماله ښځه جوړیدلی شي،اودهمدي صفاتوپه خپلولوسره  دالله تعالی رضا اوخوښي ترلاسه کول ممکن دي.  ان شاء الله  په ترتیب سره  به دهمدي صفاتویادونه وشي ترڅوعمل ورباندي وکړی شي  اووروسته به  هغه  خرابیاني  ذکرکړلی شي چې په اسلام کې دښځولپاره ناخوښه بلل شوي . نو میرمني بایدداصفات ولولي اوپه ځان کې یې دي دپیداکولوهڅه وکړي.اوله هغه عیبونوبایدځان وساتي په اسلام کې دیوې ښځې لپاره ناخوښه  شوي.

لمړی صفت : مومنه کیدل . ترټولومهم اوستر صفت  دادی چې په ښځه کې ایمان وي ، ځکه که ایمان نه وي نوهغه انسان ترحیواناتوهم بدتردی،همداوجه ده چې نبي کریم -صلی الله علیه وسلم- نارینه ؤ ته  دمؤمنې میرمني  دپیداکولو تلقین کړی لکه د ابن ماجه په ۱۸۵۵ نمبر حدیث کې چې روایت نقل شوی : لیتخذ أحدکم قلباشاکرا،ولساناذاکرا وزوجة مؤمنة تعین أحدکم علی أمرالآخرة .

ژباړه : په تاسوکې دي هریو شکرکونکی زړه ، اوذکرکونکي ژبه ولري اومؤمنه ښځه چې دآخرت په کارونوکې درسره مرسته وکړي.

بیا دایمان  دوې درجې دي ،یودناقص ایمان درجه ده ،مطلب داچې یوانسان خومؤمن وي  لیکن له ایماني ژوند څخه خالي اولغړوي،دشریعت په تعلیماتو عمل کونکی نه وي، دوهم دکامل ایمان درجه ده  چې مطلب یې دادی چې انسان دایمان  تقاضاوي پوره کوي، دتقوی اوپرهیزګارۍ ژوندخپلوي،چې همدي ته کامل مؤمن ویل کیږي.

ځکه نوپکار دی هرمؤمن ددې کوشش وکړي چې دایمان سترنعمت  چې الله تعالی راکړی په کامله درجه کې ترلاسه کړي،یعني دتقوی اوپرهیزګارۍ ژوندغوره کړي،چې حاصل یې دادی  دکومو کارونوچې په شریعت کې موږته امرشوی هغه ترسره کړو اوهغه څه چې ترې رامنع شوي یو له هغه ځان  وژغورو.

 

پاتي لري…..

م/محمد

About admin