Home » بېلا بېلي لیکني » دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۳)

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۳)

پوښتنه :نوارني او ظلماني حروف  کوم کوم دي ؟

جواب : ۱۴ حروف چې په مقطعاتوکې استعمال شوي ( ا،ل ،م ،ک ،هـ ، ی ، ع ، ص ،ط ، س ، ن ، ق،ر ) نوراني ورته ویل کیږي اوله دې پرته ۱۴ نوروحروفو(ب ، ت ،ث ،ج، خ ، د، ذ، ز، ش، ض، غ، ف، و، ء)ته ظلماني حروف ویل کیږي .

پوښتنه : په قرآن کریم کې ترټولولمړی چاپه حروفو باندي نقطې(ټکي) ولګول؟

جواب : دعبدالملک بن مروان په امرسره دفن کتابت ماهر ابوالأسودپه قرآن کریم کې په حروفو باندي نقطي (ټکي) ولګول، نوموړي ددې کارلپاره دېرش تنه کاتبان وګمارل چې   دعبدالقیس قبیلي کاتب پکې ځانګړی اهمیت لري،داکار دهجرت په ۸۶کال کې ترسره شو اودقرآن کریم نقطې د ابوالأسود په نقطو سره شهرت وموند.

پوښتنه : ابوالأسود کاتب ته  دنقطو لګولوپه مهال کوم ځانګړي هدایات کړي ؤ؟

جواب : ابوالأسود خپل کاتب (لیکونکي) ته ویلي ؤچې کله مي دیوحرف اداء کولوپه مهال خوله خلاصه وویني،نوهغه توري ته یوه نقطه ورکړه ،اوکه دتوري اداء کولوپه مهال مي خوله بنده کړه نودهغه حرف وړاندي یوه نقطه ولګوه،اوکه مي کوم توری په کسره سره اداء کړلاندي نقطه ورسره ولګوه.

پوښتنه : دقرآن کریم  آخري سجده په کوم سورة کې ده ؟

جواب : په سورة العلق کې .

پوښتنه : دتلاوت دسجدې یادونه دقرآن کریم په کوم آیت کې شوي ؟

جواب: دسورة الانشقاق په  ۲۱ آیت کې،   وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ الْقُرْآنُ لَا يَسْجُدُونَ ۩  

پوښتنه : په قرآن کریم کې څومنزلونه دي ؟

جواب : په قرآن کریم کې ۷ منزلونه دي .

پوښتنه : دقرآن کریم دلمړي منزل پیل له کوم سورة نه کیږي اوپه کوم سورة پای ته رسیږي؟

جواب : دقرآن کریم لمړی منزل له سورة الفاتحه ( الحمدلله) څخه پیلیږي اوپه سورة النساء باندي ختمیږي.

پوښتنه : دقرآن کریم  دوهم منزل له له کوم سورة نه  پیل کیږي اوپه کوم سورة پای ته رسیږي؟

جواب : دوهم منزل له سورة المائده څخه شروع کیږي او اوپه سورة التوبه باندي پای ته رسیږي.

پوښتنه : دقرآن کریم درېیم  منزل له کوم سورة نه شروع  کیږي اوپه کوم سورة پای ته رسیږي؟

جواب : درېیم منزل له سورة یونس څخه پیل کیږي اوپه سورة النحل پای ته رسیږي.

پوښتنه : دقرآن کریم څلورم منزل له کوم سورة نه  پیل کیږي اوپه کوم سورة پای ته رسیږي؟

جواب : څلورم منزل له سورة بني اسرائیل څخه شروع کیږي اوپه سورة الفرقان باندي ختم کیږي.

پوښتنه :  دقرآن کریم  پنځم منزل له کوم سورة نه  پیل کیږي اوپه کوم سورة ختمیږي؟

جواب :  پنځم منزل  له  سورة الشعراء څخه شروع کیږي اوپه  دیاسین په سورة پای ته رسیږي.

پوښتنه : دشپږم منزل  پیل له کوم سورة نه کیږي اوپه کوم سورة پای ته رسیږي؟

جواب : شپږم منزل له سورة الصافات نه پیل کیږي اوپه سورة الحجرات باندي پای ته رسیږي .

پوښتنه : دقرآن کریم  اوم منزل له کوم سورة نه پیل اوپه کوم سورت پای ته رسیږي؟

جواب دقرآن کریم  اوم منزل له سورة  ق  څخه پیل اوپه سورة  الناس باندي پای ته رسیږي.

پوښتنه : دقرآن کریم آیتونه په څو اقسامو ویشل شوي ؟

جواب :  دقرآن کریم  آیتونه په ډېرو اقسامو ویشل شوي خو۹ ډولونه یې په ځانګړي توګه  دیادوني دي   لکه :  د وعدي آیتونه ، د وعیدآیتونه ، د نهی آیتونه، دأمر آیتونه ، دمثالونو آیتونه ، دقصصو آیتونه ، دتحلیل آیتونه ، دتحریم آیتونه ، د تسبیح آیتونه .

پوښتنه :  حبشې ته ترلمړي هجرت وړاندي کوم آیتونه نازل شوي ؟

جواب :  دسورة الکهف ۱۶ نمبر آیت اودسورة الزمر لسم نمبر آیت کې دې هجرت  طرف ته اشاره شوي.

پوښتنه : حضرت عمر – رضی الله تعالی عنه – نرایمان راوړلووړاندي له کوم آیت څخه متأثرشو؟

جواب : د  الحاقة سورت   له ۴۰- تر۴۳ آیتونوڅخه.

پوښتنه : ترایمان راوړلو وړاندي په همدي ورځ حضرت عمر – رضی الله تعالی عنه- درسول الله – صلی الله علیه وسلم – په حضورکې دحاضریدلوپه مهال کوم آیت  لوست؟

جواب : دسورت  طه  څورالسم  نمبر آیت .

پوښتنه : دابوطالب  په وفات چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – غمجن شونوکوم آیتونه نازل شول؟

جواب : دسورة التوبة ۱۳  اودسورة القصص ۵۶ نمبرآیتونه.

پوښتنه : په قرآکریم کې په کوموآیتونوکې مسلمانانوته دکامیابۍ زیري ورکړی شوي ؟

جواب : داسي آیتونه  ډېردي خودمثال په توګه  دسورة البقره په  ۲۱۴ نمبرآیت کې ،همدارازدسورة الکهف  په ۱- ۳ پوري آیتونوکې،دسورة الروم  په ۱۴ او۱۵ نمبرآیتونوکې.

پوښتنه : درسول الله – صلی الله تعالی علیه وسلم – دمعراج مقصدپه قرآن کریم کې څه شیئ ښودل شوی؟

جواب : په سورة بني اسرائیل کې یې مقصد داښودل شوی چې :  الله تعالی هغه ته خپلي څه نښانیاني ورښکاري کړي.

پوښتنه : رسول الله – صلی الله علیه وسلم- مدیني ته دهجرت په مهال له کوره دوتلوپه وخت  کوم آیتونه تلاوت کول ؟

جواب :  له کوره دوتلوپه مهال  رسول الله – صلی الله علیه وسلم- دسورة یاسین ۹ نمبرآیت تلاوت کول.

پوښتنه : آیة الکرسي  دقرآن کریم په کومه سيپاره کې ده ؟

جواب : آیة الکرسي د درېیمي سیپاري په دوهمه  رکوع کې ده .

پوښتنه : دآیة الکرسي مشهورنومونه څه دي ؟

جواب : افضل الآیات ، سیدالآیات .

پوښتنه :  دقرآن کریم ترټولو کوچنۍ کلمه اوترټولو اوږده کلمات کوم دي ؟

جواب : په قرآن کریم کې ترټولوکوچنۍ کلمه  ب  (جاره) ده اوترټولولویه کلمه  فأسقینکموه ،ده چې ۱۱ حروف لري، اوبیا اقترفتموها،أنلزمکموها،والمستضعفین دي.چې ددې ټولوکلماتولس لس حروف دي.

پوښتنه دقرآن کریم په کوم آیت کې له  الف نه تریاء(ی) پوري ټول حروف شتون لري ؟

جواب : داډول درې آیتونه په قرآن کریم کې شتون لري چې له الف نه تریا پوري ټول حروف پکې راغلي : دسورة البقره ۲۸۲ آیت ، یاأیهاالذین آمنوا ذاتداینتم بدین … دسورة آل عمران  دنعاس آیت (۱۵۴) ثم أنزل علیکم … اودسورة الفتح۲۹ آیت : محمدرسول الله …

 نوربیا….

 ابوعمیر

About admin