Home » بېلا بېلي لیکني » دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۲)

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۲)

پوښتنه : قباط القرآن ( دقرآن کوهان ) کوم سورت ته ویل کیږي ؟

جواب : سورة البقره  ته ،

پوښتنه : دقرآن کریم  څوسورتونه  دقل په توري سره پیلیږي ؟

جواب : پنځه سورتونه : سورة الجن ، سورة الکافرون ، سورة الاخلاص، سورة الفلق او سورة الناس

پوښتنه : دمعراج واقعه په کومو سورتونوکې ذکرشوي؟

جواب : په سورة النجم اوسورة بني اسرائیل کې .

پوښتنه :دقرآن کریم څوسورتونه یواځي درې  آیتونه لري ؟

جواب  ۳ سورتونه ، سورة الکوثر،سورة العصر اوسورة النصر.

پوښتنه : آیة الکرسي په کوم سورة  کې شتون لري ؟

جواب : په سورة البقره کې .

پوښتنه : افضل الآیات (ترټولوغوره آیت)  دکوم آیت نوم دی؟

جواب : دآیة الکرسي.

پوښتنه : هغه کوم درې کسان دي چې پیغمبران نه دي خوپه قرآن کریم کې یې نومونه ذکر شوي؟

جواب ، لقمان ،  عزیزمصر او ذوالقرنین.

پوښتنه : سورة الغنی کوم سورة ته ویل کیږي ؟

جواب :  سورة الواقعه ته سورة الغنی ویل کیږي.

پوښتنه :  په قرآن کریم  یوم الفرقان  دکومي ورځي له پاره  ویل شوی؟

جواب :  دبدر غزا لپاره .

پوښتنه : په قرآن کریم کې هغه کوم سورة دی چې په پیل اوشروع کې یې بسم الله  نشته ؟

جواب : سورة التوبة .

پوښتنه : دقرآن کریم په کوم سورت کې دوه ځله  بسم الله  راغلي ؟

جواب : په سورة النمل کې.

پوښتنه : په مدینه منوره کې ترټولو لمړی کوم سورة  نازل شوی ؟

جواب : سورة الفاتحه .

پوښتنه : هغه کوم سورة دی چې ټول  سره دعاء دی ؟

جواب : سورة الفاتحه .

پوښتنه : هغه کوم سورة دی چې دیوې اسرائیلۍ ښځې په نامه  نومول شوی؟

جواب :  سورة مریم .

پوښتنه : په قرآن کریم کې تر ټولو اوږد سورة کوم یودی ؟

جواب : سورة البقره .

پوښتنه په قرآن کریم کې ترټولو کوچنی سورة کوم یودی ؟

جواب : سورة الکوثر.

پوښتنه :په قرآن کریم کې دکوم بختور صحابي نوم  راغلی ؟

جواب : زیدبن حارثة  – رضی الله تعالی عنه –.

پوښتنه :  د قرآن کریم  نوم په قرآن کریم سره په کوم سورة کې راغلی ؟

جواب : دسورة الواقعه  په ۷۷ یم نمبر آیت کې راغلي: انه لقرآن کریم .

پوښتنه : دقرآن کریم مشهورنوم  قرآن مجیدپه کوم سورة کې راغلی ؟

جواب : دسورة البروج په۲۱ نمبرآیت کې  بل هوقرآن مجید.

پوښتنه : الله تعالی قرآن کریم ته په کوم سورة کې  صحف  ویلی ؟

جواب :  په سورة  عبس کې  في صحف مکرمة مرفوعة مطهرة .

پوښتنه : داچې دقرآن دساتني ذمه الله تعالی اخستي په کوم سورة کې یې یادونه شوي ؟

جواب :  دسورة الحجر په ۹ نمبرآیت کې : انانحن نزلناالذکر واناله لحافظون .

پوښتنه : دقرآن په شان  دسورة  جوړولوچیلنج په کوم آیت کې راغلی ؟

جواب :  دسورة البقره په ۲۳-۲۴ آیت کې .

پوښتنه :رسول الله – صلی الله علیه وسلم – دقرآن کوم سورت  ته دقرآن درېیمه  فرمایلي؟

جواب : رسول الله صلی الله علیه وسلم  سورة الاخلاص ( قل هوالله) دقرآن درېیمه بللی اوفرمایلي یې دي چې : سورة الاخلاص  دالله تعالی دتقرب  ذریعه، اوله سورة الاخلاص سره مینه  دجنت دداخلیدوسبب دی.

پوښتنه : دقرآن شریف  په الفاظو اومعنی کې دغورکولوحکم په کوم آیت کې راغلی؟

جواب  : دسورت   ص په ۲۹ نمبر آیت کې ـ کتاب انزلناه الیک مبارک لیدبرو آیاته – همداراز دسورة النساء په ۸۲  آیت کې – افلایتدبرون القرآن-

پوښتنه :  دقرآن شریف دلوستلوپه شان دهغه داوریدلو هم اداب شته ، داحکم دقرآن کریم په کوم آیت کې راغلی؟

جواب : دسورة الاعراف په  ۳۶ نمبرآیت کې .  واذاقرئ القرآن  فاستمعوا له وانصتو لعلکم ترحمون.

 پوښتنه :  دقرآن کریم  کوم داسي تفسیرلیکل شوی چې نقطې(ټکي ) نه لري ؟

جواب :  دابوالفضل فیضي تفسیر  سواطع الالهام .

 نوربیا…

 ابوعمیر

About admin