Home » بېلا بېلي لیکني » دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۱)

دقرآن کریم په اړه مختلف معلومات (۱)

دقرآن کریم عجیب شان :

دقرآن کریم یوعجیب شان دی ، که یې تلاوت کوي نوتردې بهترینه وظیفه نشته ،که یې علوم زده کوي نوتردې ښه علم نشته ،که یې دستور جوړوي نوتردې ښه قانون نشته ،که یې حقائق راسپړي،نوتردې ښه حکمتونه اوښه حقائق نشته ،اوکه یې کیفیت په ځان پیداکړي نوتردې سترسکون نشته ،(جواهرحکمت۵۳)

درنولوستونکو! دقرآن عظیم الشان په اړه مختلف معلومات ستاسوپه وړاندي  دسوال اوجواب په توګه  وړاندي کوو الله تعالی دي وکړي چې ستاسودتوجه  اوفایدي سبب وګرزي. آمین

پوښتنه : د حراء غار (چې دقرآن کریم لمړني آیتونه پکې نازل شوي )چيري دی اوڅومره غټ دی؟

جواب : له مکې مکرمي څخه دختیځ خواته په ۳ میله فاصله باندي دمنی په یوطرف  جبل نور کې موقعیت لري، ددې غار اوږدوالی ۱۲ فټ  اوهسکوالی یې ۶ فټ اوعرض یې هم ۶ فټ  دی.

پوښتنه : سجده تلاوت څه ته وایې ؟

جواب : په قرآن کریم کې څوارلس آیتونه دي چې دسجدې یادونه پکې شوي اوهرڅوک چې دغه آیتونه تلاوت کړي نوسجده ورباندي واجبیږي ،همدي ته سجده تلاوت ویل کیږي.

پوښتنه : په قرآن کریم  ترټولو ډېردکوم پیغمبر زیاته یادونه شوي ؟

جواب : دحضرت موسی علی نبینا وعلیه الصلوة والسلام

پوښتنه : دقرآن کریم  کوم سورة  ته أم الکتاب  ویل کیږي ؟

جواب : سورة فاتحه  ( الحمدلله ) ته

پوښتنه : رسول الله -صلی الله علیه وسلم – دکومو ۷ سورتونوپه اړه فرمایلي چې : ماته دتورات په بدله کې راکړی شوي؟

جواب :  طوال سبع.

پوښتنه :طوال سبع  کوموسورتونوته ویل کیږي ؟

جواب : سورة البقره ، سورة آل عمران ، سورة نساء ، سورة مائده، سورة انعام ، سورة اعراف ،  اوسورة الأنفال.

پوښتنه :  رسول الله -صلی الله علیه وسلم – دکوموسورتونوپه اړه فرمایلي چې : ماته دزبورپه بدله کې راکړی شوي؟

جواب :  له سورة یونس نه  بیا تر سورة  فاطرپوري .

پوښتنه : رسول الله – صلی الله علیه وسلم- دکومو سورتونوپه اړه فرمایلي چې : ماته دانجیل په بدله کې راکړی شوي؟

جواب :  له سورة یاسین څخه  تر سورة  ق  پوري .

پوښتنه : ثلث قرآن ( دقرآن درېیمه برخه ) کوم سورة  ته ویل کیږي ؟

جواب : سورة  الاخلاص (قل هوالله ) ته .

پوښتنه : سورة صلاة ( دلمانځه سورة ) کوم یودی ؟

جواب :  سورة فاتحه ( الحمدلله )

پوښتنه : په قرآن کریم کې دکومو مسجدونو یادونه شوي ؟

جواب :  د۵ مسجدونه یادونه شوي  لکه : مسجدحرام ، مسجداقصی،مسجد نبوي ،مسجد قباء اومسجد ضرار.

پوښتنه : قلب القرآن (دقرآن زړه ) کوم سورة ته  ویل کیږي ؟

جواب : سورة  یسین  ته .

پوښتنه : کوم سورة  دحروف تهجې (الف با) په اعتبار ترټولوسورتونو غټ اواوږد دی؟

جواب  : سورة بني اسرائیل .

نوربیا………..

 ژباړه : ابوعمیر

About admin