Home » بېلا بېلي لیکني » په ۱۲ ځایونو کې فتوی ورکول مکروه دي .

په ۱۲ ځایونو کې فتوی ورکول مکروه دي .

په لاندي څوځایونو کې  دفتوی ورکول  علماؤ مکروه ګڼلي  دي  :

۱= چې مفتي په فتوی ورکولو کې مصلحت نه ويني  . یامصحلة وي په نه ورکولو دفتوی کي .لکه دشیعه په کفر فتوی ورکول چې دتحریف معتقدوي .یادتقلید دوجوب په اړه سره له دي چې  دغه ډول احکام په کتابوکې ذکردی ،مګر په دې زمانه کې دسختو اختلافاتو ذریعه ګرزي  چې دمسلمة امت  داتفاق دمصلحت خلاف دي .

۲= که مفتي له دي ویریدو چې مستفتي دجواب په ترلاسه کولو سره ممکن يوه فتنه راپورته کړي . لکه په دې عصرکې   دپولیو اونورو  امورو  په اړه  فتوی  ورکول  ،په داسې  حال کې چې داپه اوس وخت کې ډيره حساسه مسئله ګرزیدلي ده .

۳= که  مفتي محسوس کړه چې دجواب ورکول ياحکم بیانول يوي مفسدي ته مفضي کېږي  .لکه په  کوم ځای کې  چې  علماءپه ستن  سره په روژه ماتولو اتفاق وي نودروژي  په نه ماتولو سره فتوی ورکول یوي  مفسدي  ته مفضی  کیږي  چې  هغه دمفتي  اوعالم  بدنامي  یادیوه بل سره تصادم  چې بیانو ورڅخه  غیبتونه ،حسدونه اونورراپیداکیږي  .

۴=  یاله فتوی څخه مستفتي په نورو ناروا امورو کې ګټه اخلي   . مثلا : یوه تن  دشراب په اړه پوښتنه وکړه چې  آيا په مالګه شراب حلالیږي  ؟ نومفتي  که دکتابونو څخه حواله ورکوي  نوداخبره په کتابونو کې ثابته ده ، مګر مستفتي  کیدی شی داوسني  ماشیني شرابو په اړه له  هغه حکم څخه استفتاده وکړي  اودغه شراب  په مالګه وراچولو سره تغیر نه خوري .

۵= یافتوی په داسې امر کې غوښتل شوي وي چې له  ديني امورو یاعقیدي سره تړاو نه لري بلکه مطلب په کې هسي دمفتي امتحان  یا جدال وي  .

۶= که مستفتي  دفتوی دفهم  وړتيا نه  لري  . کدقائق علم الکلام والتصوف  ، مثلا  دالله تعالی دذات  اوصفاتو دقدیم   اوقبل تخلیق  المخلوقات  دهغه   ج  دوجود  اونور … یا لکه په تصوفو کې  دوحدت  الوجود  مسئله یاتصور شیخ    وغیرها.

۷= په هغوامورو کې چې  په قطعي  ډول  څه نشي په کې ویل کیدلای .

۸= په داسې صورتونو کې چې تراوسه واقع شوي نه وي  ،یایې وقوع محاله وي  . دایواځې  دمتفقه طالبانو ته رواده  .عواموته به په داسې امورو کې په فتوی ورکولو سره   زړور تیا نه ورکوي  .

۹= که یوه مسئله  عرفي وي اومفتي ته هغه عرف معلوم  نه وي  .خصوصا داپه هغه مسائلو کې چې ترالفاظو پوري تعلق لري لکه ایمان  ،طلاق  ،اقرار  اوداسې نور .

۱۰= په اغلوطاطو یامعماو کې فتوی ورکول  . مثلا  يوڅوک  پوښتنه وکړي  : هغه کومه میرمن  ده چې  په یوه ورځ کې دري  نکاحې کولای شي  ؟  اوداسی  نور  …..

۱۱= د تعبدي احکاموپه عللو کې  چې معنی يې په عقل نه درک کېږي   فتواورکول  .مثل لماذاکانت رکعات  المغرب ثلاث ؟

۱۲=  په مشاجراتودسلفو صلحاوکې فتوی ورکول  . مثلا  : حضرت  علي  ر ض  حق په جانب  و اوکه معاویه رض  اوداسی نور ..

دا  اودې ته په ورتو مواضعو کې فتوی ورکول  مکروه دي  البته په زیاترو مواردو کې تحریمي اوپه ځينو کې به تنزیهي مکروه وي  ،

…………………………………………………………………….

اصول الافتاء  له ۲۹۰ څخه تر۲۹۵ پوري  ؛ اخلاق العلماء  للآجري  ص\۵۴   ؛ الاداب الشرعیة  ۲\۷۲  ؛ ردالمحتار قبیل کتاب الفرائض  ۶\۷۵۴ ؛ الاحکام  في تميز الفتاوی عن الاحکام  التنبیه العاشر۲۶۴  المصباح 

About admin