Home » درس القرآن » دکفارو اطاعت موکفرته رسوي .

دکفارو اطاعت موکفرته رسوي .

بسم  الله الرحمن  الرحیم

قال  الله  تعالي  :  يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ (149) بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ   (150) ال عمران

ژباړه: ای  مؤمنانو! که تاسو دکافرانو اطاعت وکړئ نوکفرته به مووروګرزوي ، اوسخت  ذلیل  به شئ ، یواځې  الله تعالی ستاسومددګار دی اوهمدی ترټولو ښه مرسته کونکی  دی   .

لنډتفسیر : په دې  آیة کې  رب  العزة  دې  امت  ته یوسترهدایت کوي :چې  که مومنان دکافرانو اطاعت وکړي  [یعني  کړه  وړه  يې ټول دکفارو په خوښه   اوامرسره وي  ]نوله اسلام  څخه به يې همداسي  کفرته وروګرزوي  . اوبیابه سخت  زیان اوذلت  ومومي  چې  په دنیاکې به دیرغلګروپه څېر وژل کيږي  ،اوپه آخرت  کې  به  دهماغه کفاروپه څېرجهنم ټکانه   وي

 

 

About admin