Home » دمېرمنو اسلام » که له يوې میرمنې څخه خپل ماشوم ضائع شي !

که له يوې میرمنې څخه خپل ماشوم ضائع شي !

الاستفتاء  رقم  [……….]محترم  مفتي  صاحب ! یوې  میرمني  چې  حامله وه  یودروند شی  پورته کړی چې  له دي  سره يې شپږمیاشتنی  حمل  ضائع  شوی  نواوس په دغه  میرمن  کفاره  یانورڅه شته اوکنه ؟

الجواب  حامدا  ومصلیا وبعد: په  ذکرشوي  صورت  کې  که دې میرمني  داکار دزوج  په امر سره کړی وي  بیا دجنین  دسقط  تاوان ورباندي  نشته  اوکه  يې  دهغه داجازي پرته  داکار کړی  وو نواوس پنځه  سوه دراهم  یادهغه قیمت  خپل  خاوند ته تاوان  ورکول  ضروري  دي  .

البحرالرائق  ۹\۱۰۳

التاتارخانیه  ۱۹\کتاب  الجنایات

البنایه  ۱۲\۲۸۲

About admin