Home » دار الافتاء » ایا دمیرمنو لاسونه په سترکې داخل دي ؟

ایا دمیرمنو لاسونه په سترکې داخل دي ؟

الاستفتاء  رقم  …………   محترم مفتي صاحب  ! دمیرمنو دسترپه  هکله  پوشتنه  لرم  اوهغه داچې  ددوی  لاسونه  په ستر [پوټولو]کې  داخل دي  اوکنه ، له ډيروعلماو ضداونقیض حکمونه  اورم  ،صحیح  خبره کومه  ده ؟ جزاکم  الله  تعالی

الجواب  حامدا  ومصلیا  وبعد: دافتاء  داصولوپه  لحاظ  قوي  خبره  دعموم  بلوی  اوقوت  دلیل  له امله  داده :چې  دښځو لاسونه که یرغوي  دي اوکه  يې  دلاس شاوي  په سترکې  داخلې  نه دي  ،نوپه لمانځه کې  که  يې  احتیاطا  پټ  کړي  شه دی خروجا عن  الخلاف  والافلیس بضروري  ، اعلاء السنن کې  په دې  خبره ښه  تحقیق شوی  دی  فلینظرهناک

فتح  القدیر  ۱۰\۲۲۵

اعلاء  السنن  ۲\۶۵۳

About admin