Home » علمي شخصیات » د اسلامي نړۍ ځلانده ستوری امام ابن حبان البستي رحمه الله تعالی

د اسلامي نړۍ ځلانده ستوری امام ابن حبان البستي رحمه الله تعالی

د وخت په فنونو  کې بې ساری ماهر  او د جرح او تعديل د امامانو سرخېل.

څرنګه چې افغانستان د غازيانو کور او د امپراتوريو د هدېرې په نوم يادېږي، له دې سره سره د علم ځانګو هم ده
او د علمي تاريخ  هر څپرکی يې پر ځلاندو څېرو ښکلی او ځليدلی دی، چې د هغوی له کتاره يو هم ستر محدث، د جرح او تعديل د امامانو سرخېل  علامه حافظ ابن حِبَّان البُستي رحمه الله دی.

زوکړه: نوموړي په 270 هـ، ق کال د افغانستان د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ د « بست » په تاريخي ښار کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

نسب یې : خپل نوم يې محمد، کنيت يې ابوحاتم ، لقب يې شيخ الخراسان او نسبت يې دهلمند دبست لرغونې سيمې ته کېږي. دسترڅېړونکي «الارناووط» په قول،نوموړی له آره  دتميم «عربي قبېلې »څخه دی، چې دنسب لړۍ يې په دا ډول ده:  محمد بن حبان بن احمد بن حبان بن معاذ بن معبد بن سهیل بن هدیه بن مرة بن سعد بن يزيد بن مرة بن زيد بن عبد الله بن دارم بن حنظلة بن مالك بن زيدبن مناة بن تميم بن مرّ بن أدّ بن طابخة بن إلياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان،   التميمي الدارمي البُستي.

علمي سفرونه: امام ابن حبان رحمه الله لومړۍ علمي زده کړې  په خپل ټاټوبي هلمند کې له شیخ ابواحمد القاضي ،ابوالحسن  البستي ، اوپه هرات کې له  محمدبن سعد الدارمي….وکړې.  بيا يې دعلمي زده کړو دلاپرمخيون لپاره بېلابېلو هېوادونو او ښارونو ته  سفرونه وکړل ، لکه : ماوراء النهر، نیشاپور، جرجان،تهران، بغداد، بصره، کوفه ، مکه ، مصر، موصل، نسا، عسقلان، طبریه  ، سنگ ، النسوین ، ارغیان ،   کرج ، عسکر مکرم ، تستر، اهواز، ابله، واسط، فم الصلح، نهرالسابوس، سامراء، مصل ، سنجار ، نصیبین ، کفرتوشا، بسرغا ، مرطاء   ، رافقه ، رقة ، منج ، حلب، مصیصه، انطاکیه، طرطوس ، اذنه ، صیداء ، بیروت ، حمص ، دمشق ، بیت المقدس ،رمله ،اونور …

استاذان : علامه ابن حبان  په خپل  کتاب «الانواع والتقاسیم »کې لیکلي  چې له (۲۰۰۰)دوو زرو زیاتو محدثینو څخه مې حدیث اوریدلي اولیکلي دي. له هغوی نه يې ځينې په لاندې ډول دي :

  • ابو الحسن محمد بن عبدالله الجنید البستي (په افغانستان کې)
  • قاضي اسحاق بن ابراهیم بن عبدالجبار البستي (افغانستان )
  • أبو عبد الرحمن النسائي  (  مصر )
  • أحمد بن عمير بن جوصاء الحافظ الدمشقي (دمشق)
  • علي بن سعيد العسكري ( سامراء)
  • أبو عبد الرحمن عبد الله بن محمود بن سليمان ( مرو)
  • أحمد بن داود بن محسن بن هلال المصيصي ( حلب)
  • محمد بن أبي المعافى بن سليمان الصيداوي (صيدا)
  • له أبو علي الحسين القطان  ( الرقة)
  • محمد بن عبد الله بن الفضل الكلاعي الراهب (حمص)
  •  أبو يعلى الموصلي  (په خپل  صحيح  کې يې 1174 حديثونه ورڅخه  روايت کړي.)
  • الحسن بن سفيان الشيباني ( نسا)، (  815 حديثونه  يې ورڅخه…)
  • أبو العباس ابن قتيبة العسقلاني ( رمله)، ( 464 حديثونه  يې ورڅخه…)
  • أبو خليفة الفضل بن الحباب البصري( 732 حديثونه  يې ورڅخه…)
  • أبو محمد عبد الله بن محمد الأزدي النيسابوري (463 حديثونه يې ورڅخه…)
  • أبو حفص عمر الهمداني  السمرقندي  (357 حديثونه يې  ورڅخه…)

د علماوو لخوا ستايل : علامه ابن کثير  وايي:” ابن حبان دسترومجتهدينو ، مصنفينو او دحديثو حافظانو څخه و؛  ډېرو ښارونو ته يې علمي سفرونه وکړل، او له خورا زياتو مشايخو څخه يې احاديث واوريدل….”
علامه ذهبي وایي :”لوړ همتونه باید داډول وي ، ابن حبان رح یوازې په حدیثو بسونه ونه کړه بلکې په علم فقه ، علم لغة ،اوعلم عربية کې یې هم  له بې شمېره استاذانو څخه زده کړې ترلاسه کړې وې، نوموړی دډېرو کتابونو مصنف اودلوړو اخلاقوڅښتن و .”

عبد الرحمن بن أحمد الإدريسي: “أبو حاتم البستي  دستروفقاوو،لويو حافظانو داثارو، دبې کچې شهرت خاوند او  دعلم طب ، نجوم او نورو فنونو سترعالم و، په هر فن کې يې ښه کتابونه وليکل….”

ابن محمد الأستراباذي: ” ابن حبان ددين له سترو فقهاوو، داثارو حافظانو څخه ګڼل کېده،دهرفن تکړه عالم و.”
ياقوت الحموي: ” ابن حبان دډېرو حديثو، سفرونو او استاذانو څښتن و،دمتونو او سندونو عالم و، هغه له حديثو داسې مسائل راويستل چې نور خلک ترې عاجز دي. څوک چې دده په تصنفاتو کې سوچ وکړي، نو پوی به شي چې سړی دعلومو درياب دی. ”

 ابن حجر العسقلاني: ” هغه دزمانې له امامانو څخه و، په علم حديثو،فقه،طب،کلام،نجوم کې يې ځانګړی مهارت درلود. په ټولو فنونوکې ورته عبور حاصل و،ذکاوت او حافظه يې تر اخيري بريده پراخه وه.”
صاحب المستدرک :” ابوحاتم البستي،په حديث،فقه ،لغت، وعظ،…کې دعلم وروستي پړاو ته رسيدلی و…”
ابن الأثير: “هغه دخپل عصر امام و، داسې تصانيف يې وکښل چې څوک نشي ورته رسيدلی.”
تاج الدين السبكي:”ابن حبان دحديثو لوی حافظ، پياوړی عالم ،نوميالی امام او د ډېرو تصانيفو څښتن و.”

 وقال ابن السمعاني: ابوحاتم دخپلې زمانې ترټولو لوی امام و، هغه له شاشه تر اسکندريې ټولې خواوې په علم پسې ولټولې او سفرونه يې وکړل.

علامه ابوغده : پخوانۍ زمانه کې دعلم عاشقان همداډول وو، چې دعلم په زده کړه پسې به تر ليري وطنونو پورې تلل  اوخپل بدنونه اوغوښې به یې په علم پسې خاورې کولې اودراتلونکو نسلونولپاره یې سترې ذخېرې پریښودې ، هغوی خپله ارام ونه کړ  اونه یې ارام لپاره کومه بستره لیده ، هغوی ته دعلم په ليار کې سترې سترې ستونزې هم  خنډ نه شوې اونه یې سختوکړاونو دعلمي يون مخه ډب کړه . دعلم بې کچې مينې هغوی ته هر ډول مشکلات ،تکليفونه او غمونه اسان کړي وو، او دخپلو علمي ارمانونو په پار يې دتکليفونو او ربړونو پروا نکوله.

علمي شان:  سترمحدث  ابن حبان   ته الله تعالی په علم کې لوړ شان ورکړی و، داسلامي نړۍ له سترومحدثینو او لويو فقهاوو، څخه گڼل کیده،هغه  دحدیثو ، اثارو او  فقه سترعالم، دجرح  او تعديل لوی امام و، په تاريخ،   لغة ،طب ،نجوم، هندسه  او فلکیاتو کې يې  بې ساری  مهارت درلود.

شاګرادان : حافظ ابن حبان  چې له اوږده علمي سفره  خپل وطن ته  راستون شو ؛ په علمي خدمتونو يې لاس پورې کړ،له لېري وطنونوڅخه دعلم تږي(طالبان) پرې رامات شول.  دحدیثو ،فقهې اوبیلابیلو علومو درسونه يې  ورکړل  چې خورا پياوړي امامان  يې اسلامي امت ته وړاندې کړل،دبېلګې په توګه:
۱-ابن مندة

۲-حافظ ابو عبدالله   نیشاپوري (دمستدرک حاکم ليکوال)

۳-ابو الحسن محمد هارون الزوزني

۴- حافظ علي بن عمر الدار قطني( د سنن دار قطني ليکوال )

۵-ابو عبدالله محمد بن احمدالشروطي (د روضة العقلاء راوي)

۶- غنجار البخاري.

۷- أبو علي منصور بن عبد الله الذهلي الهروي.

۸- أبو معاذ عبد الرحمن بن محمد بن رزق الله.

۹- أبو الحسن محمد بن أحمد  الزوزني.

۱۰ – أبو عمر محمد بن أحمد النوقاتي.

تصنيفات : علامه ابن حبان رح  که له يوې خوا دتدريس چارې ښې پرمخ بوتلې او ترڅنګ يې دثمرقند دقاضي په توګه هم پاتې شو،له بلې خوا يې دتصنيف لړۍ هم توده ساتلې وه،  او په زړه پورې ارزښتناک کتابونه يې وکښل ، چې شمار يې تر  (۷۸) څخه اوړي ؛  ځينې يې په لاندې ډول دي:

  • المسند (مسند ابن حبان)
  • الصحيح (صحيح ابن حبان)
  • السيرة النبوية وأخبار الخلفاء
  • تاريخ الصحابة الذين روي عنهم الأخبار.
  • الضعفاء
  • فقه الناس
  • الثقات
  • المجروحين
  • مشاهير علماء الأمصار
  • روضة العقلاء ونزهة الفضلاء

مړينه : سترمحدث امام ابن حبان رحمه الله علمي ډګرونو ته تر زياتو خدمتونو وروسته په ۳۵۴ هـق کال د شوال په میاشت کې د هلمند په  سجستان سيمه کې له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې.

روح يې ښاد او ياد يې تل اوسه

لیکوال : محمدالياس فاتح

About admin