Home » عصري مسائل » دهاف پینټ یونیفورم (Half pant uniform  ) استعمال

دهاف پینټ یونیفورم (Half pant uniform  ) استعمال

پوښتنه : محترم مفتي صاحب: موږ دلته په جرمني کې په یوه مکتب کې درسونه وایو،خودمکتب له لوري  هاف پینټ یونیفورم  (Half pant uniform  )یعنی نیم بربنډه دریشۍ په بدن کول لازم اوضروري دي،موږیوڅوتنه مسلمانوزده کونکوددې په خلاف احتجاج هم وکړخوګټه یې ونه کړه ،نوآیا دشریعت له نظره موږ مذکوره یونفورم  اغوستلی شو؟ که په دې اړه موجواب راکړمنندوی به مویم

الجواب حامداومصلیاوبعد:  دهربالغ مسلمان نارینه لپاره له نامه نیولي بیا دزنګانه ترسترګۍ پوري بدن پټول ضروري دي،څرنګه چې په هاف پینټ یونیفورم (Half pant uniform  )کې  دزنګون سترګۍ اویوڅه پورتنۍ حصه  بربنډه پاتي کیږي نو داسي کول سخته ګناه ده،اورسول اکرم صلی الله علیه وسلم  هم له دې کاره اوهم یې داسي خلکوته له کتلومنع کړي .

عن علي – رضی الله تعالی عنه – قال : قال لي النبي صلی الله علیه وسلم : لا تبرز فخذک ولا تنظر فخذ حي ولا میت۔ (ابن ماجة  ص: ۱۰۵، أبوداؤد  ۲/ ۹۲)

عن أبي ایوب – رضی الله تعالی عنه –  قال: سمعت النبي صلی اﷲ علیه وسلم یقول: ما فوق الرکبتین من العورة ، وما أسفل من السرة من العورة ۔ (سنن دار قطني، دار الکتب العلمیة بیروت ۱/۲۳۷، رقم الحدیث: ۸۷۹)

وفي ردالمحتار : ینظر الرجل من الرجل سوی ما بین سرته إلی ما تحت رکبتیه، فالرکبة عورة  لا السرة (شامي، کتاب الحظر والإباحة، فصل فيالنظر والمس، کراچي۶/۳۶۴ تا ۳۶۶، زکریا ۹/۵۲۶)

وفي الموسوعة الفقهية  اختلف الفقهاء في اعتبار فخذ الرجل عورة ، فذهب جمهور الفقهاء إلى أن فخذ الرجل عورة , ويجب سترها .  (الموسوعة الفقیة 32 / 57 )

والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم

کتبه : م/محمد

About admin