Home » عصري مسائل » په مسجدکې د لګیدلي واټرکولر(Water Cooler)په اوبواودس کول

په مسجدکې د لګیدلي واټرکولر(Water Cooler)په اوبواودس کول

استفتاء:محترم مفتي صاحب!  دلته په مسجدونوکې د سړو اوبولپاره  واټرکولر (Water Cooler) لګولی شوي ،له دې سره په مسجدونوکې داوداسه لپاره نوري اوبه هم وي،خوځيني خلک چې ډېره یې تلواره وي اوداوداسه په اوبو باندي ازدحام وي له واټرکولر (Water Cooler)نه اوبه رااخلي اواودس ورباندي کوي ،نوایا داسي کول جائزدي اوکنه ؟  که په دې اړه موښه وضاحت راته وکړ

 الجواب : حامداومصلیا وبعد : په مسجدونوکې چې  دپاکو،صافو اوبولپاره کوم  کولر لګولی شوی له هغه څخه اودس کول جائزنه دي،ځکه یوخو د وقف کونکي له لوري ددې اجازه نه وي اوبل خلکوته په دې سره تکلیف  پېښيږي ، زموږ دحنفي فقهي علماؤ په دې تصریح کړي چې په کوم مسجدکې داوبوڅښلولپاره حوض وي اونوري اوبه نه وي نوتیمم به وهي خوددې حوض اوبه به نه استعمالوي ، والله تعالی اعلم

لما في ’’ الدر المختار مع الشامیة ‘‘ : لا یجوز الوضوء من الحیاض المعدّة للشرب في الصحیح ، ویمنع من الوضوء منه ۔ (در مختار) ۔ (۹/۶۱۱ ، ۶۱۲ ، کتاب الحظر والإباحة ، باب الاستبراء وغیره ، ط : بیروت)(کتاب الفتاوی  :۹/۱۲۸،)

کتبه : م/محمدالغزنوي

About admin