Home » درس القرآن » ددین دساتنې ځانګړي زلمي

ددین دساتنې ځانګړي زلمي

وان  تتولو ا یستبدل  قوما  غیرکم ثم لایکونوا امثالکم   [۳۹]       القتال

ژباړه : که تاسو دلوی خدای  له دین اواطاعت  څخه  مخ واړول  نولوی خدای عزوجل  به ستاسوپه ځای  دخپل دین اواطاعت  لپاره یوداسي ډول خلګ راپیداکړي چې  هغه به بیاستاسوپه  څیر بي  اطاعته   اوددین سره به  بي رغبته  نه وي  ؛

لنډ تفسیر : یعني  که  تاسو له دغه  دین  سره  بي رغبته شوئ ، دلوی خدای  اطاعت موایله کړ  او احکام   مو ترک  کړل  ؛نولوی خدای جل جلاله به ستاسوپه ځای یوه بله داسي  ډله  اووګړي  راپیداکړي  چې هغه  په  دین  مین  اوعاشقان وي  اوخپل سراومال به له دینه زاره وي  اوستاسوپه  څیربه بیا له  دین  سره  بي میني نه  وي ؛

په تفسیرعثماني  کې دې،  په  حدیث کې راغلي چې صحابه  ووعرض وکړ چې ای دالله رسوله دغه  بل  قوم به څوک  وي ؟ چې دلته  ورته اشاره  شوي  پیغمبرe  دسلمان  فارسي په اوږه لاس کیښود اوورته وي ویل  دده  قوم  ؛ فارس هغه چاته ویل کیده چې په آسونوسوریده  دغه کنایه ده زموږ دخراسان یاافغانستان  له  خلقوڅخه چې له بین  النهرین څخه  ترسندپوري  اوله خلیج  فارس  څخه تر بخارا پوري رسیدلي ؤ. . .  کله چې دغه خلق  په اسلام  مشرف شول  نودایماندارۍ شانداري  مظاهري یې وښودي اوداسې  زبردست دیني خدمتونه  یې  سرته ورسول  چې  هرتن به اقرارکاوه چې بي  شکه  دغه فتوحات [یاددین لپاره  سرښندني  ]دپیغمبرe  ددغه  وړاندوینې  سره برابردي ؛

About admin