Home » دار الافتاء » کوموشهیدانو ته غسل ورکول کېږي !

کوموشهیدانو ته غسل ورکول کېږي !

 

الاستفتاء : کومو شهیدانو ته غسل ورکول کیږي ، یاپه بل تعبیرهغه کوم شهیدان دي چې غسل ورکول کیږي ؟ که په دې اړه معلومات  راکړئ احسان  به مووي . محمد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:هغه شهیدان چې غسل ورکول کیږي په لاندي ډول دي :

۱=  هغه ماشوم چې ددښمن یعني کافرانو له لوري شهید شې ، غسل ورکول کیږي

۲= هغه میرمن چې دحیض یانفاس  په وخت کې ددښمن له لوري شهیده شې .

۳= هغه مجاهد چې له شهادت وړاندي ورته جنابت رسیدلی وي  ،

۴= هغه مجاهدچې په خپله سلاح یاماین شهیدشې ،

۵= هغه مجاهدچې  دمجاهدینو په وسائلو یاسلاح سره په غلطي  شهیدشې .

۶= که یومجاهد کافران اسیر کړي اوبیا دمجاهدینو په مرمیو یاتورو سره ددښمن په لاس کې شهیدشې نوهم غسل ورکول کیږي

۷= که یومسلمان لیونی ؤ اودکافرانو له لوری شهید کړل شو نوهم غسل ورکول کیږي .

۸= هغه مجاهد چې ترزخمي کیدو ورسته یې خوراک ،څښاک ، دوا یا خبري وي کړي، یادپوره یوه لمانځه وخت ورباندي تیرشوی ، یادجنګ له میدان څخه نقل شوي وي یاپه خپله وتلی وي ،اوپه دغو ټولو صورتونوکې په ځان هم پوهیدل اوپه هوش کې ؤ  .

۹= که دجنګ په ډګر کې یومجاهد شهیدوموندل شې مګر په وجود باندی یې کوم زخم یااثر نه ؤ،

وفی البحر ۲\۱۹۷ ویغسل ان قتل جنبا اوصبیا الخ وفي ردالمحتار ۱\۶۶۹ والشهید کل مکلف مسلم طاهر  الخ هوالبالغ العاقل فخرج به الصبي والمجنون  الخ وفي البحر ایضا رجل قصد العدو لیضربه فاخطاء فاصاب نفسه فمات یغسل لانه ماصار مقتولا بفعل مضاف الی العدو الخ  ومثله في الهندیة ۱\۱۶۸ وشرح السیرالکبیر ۱\۲۳۷

About admin