Home » بېلا بېلي لیکني » دیوه عالم مفتي له مهمواوصافوڅخه

دیوه عالم مفتي له مهمواوصافوڅخه

۱= ترټولولمړی به عالم ددرس ،وعظ ،دعوت ،همداراز دحکم اوفتوی په ورکولو کې  دنیت تصحیح کوي  اوترټولو ښه نیت دادی :چې دالله تعالی  رضا اودهغه څخه اجر وغواړي ، همدارازبه عالم اومفتي  په ذکرشوواموروکې دشهرت ،تفاخر ،ریا  سیادت اوداسې نورو دنیاوی څیزونو غوښتونکی  نه وي   اونه به په خلقوکي دمقبولیت  اوعزت ترلاسه  کول    مقصود اوهدف  وي  .

۲= تردعوت ،درس اوفتوی ورکولو  وړاندي بايد دالله تعالی لوري ته  متوجه شي  اوله هغه څخه  دحق لوري  ته دوصل اوهدایة سوال وکړي  . اصول الافتاء  ص\۳۱۰

۳= چې کله دحکم یافتوی اراده وکړي نو دا اذکاردې ووایې : اعوذبالله من الشیطن الرجیم  ،سبحانک لاعلم لنا الاماعلمتنا انک انت العلیم الحکیم  .  فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا   . رب اشرح لي صدري  ویسرلی امري  واحلل عقدة من لساني  یفقهوقولي  . لاحول ولاقوة الا بالله العلي العظیم  .اللهم لاتَنسنِي  ولاتُنَسِّنِي . الحمدلله افضل الحمد . اللهم صل علی محمد وعلی أله وسائرالنبيين  والصالحین  وسلم  . اللهم وفقنی واهدني وسددني واجمع لي بين الصواب والثواب  واعذني من الخطاء والحرمان  .أمين  . که سورة الفاتحة  اوأية الکرسي ورضم کړي  نوډيربهتر ده .

همداراز که کله مسئله مشکله وي  نوداتوري دي ډير ډيروایې  : یامعلم ابراهیم  علمني    . اصول الافتاء  ص\۳۱۱.

۴= که په مجلس کې ترده بل لوی عالم اوفقیه موجود و نوښه طریقه داده چې  پوښتنه یااستفتاء هغه ته راجع کړي  ،اوخپله دجواب په ورکولو تلواره ونه کړي . اوکه هغه بېرته ده ته حواله کړه نوبيادخپل علم مطابق جواب ورکولی  شی  . اصول الافتاء ص \۳۱۲.

۵= په درسونو اودراغلیومسائلو په حل کې دي دالاقدم فالاقدم رعایت  وکړي  ،دقرابت  ،غنی انډیوالي  په بناء دي مذکوره اموروته په یوه بل ترجیح  نه ورکوي  . بحرالرائق  کتاب القضاء  ۶\۴۵۱

۶= ترهغو بايدعالم مستفتي ته  ځواب اوافتاء ونه لیکي یاشفاها جواب ورنه کړي ترڅوچې مفتي  ته دجواب په صحت  ښه اطمنان نه وي حاصل شوی  اوله جواب څخه مطمئن شوی نه وي  . البحرالرائق  کتاب القضاء  ۶\۴۵۱  همداراز به عالم درس یاوعظ ترهغه نه کوي ترڅوچې یې  مطالعه نه وي کړي .

۷=  همداراز دستړیا  ،خواب  ،سختي ګرمۍ  ، يخنۍ او…    په صورت کې باید ددرس  ،وعظ اوفتوی ورنه کړل شي   .

۸=  مستحب ده چې عالم  اومفتي به دخلګو  ځيني ناپوه خبري  ، لوړ کلام  ، دادب  نه رعایت  وزغمي  اوهغه معذوروګڼي ،اصول الافتاء  ص\۳۱۳

۹= مفتي اوعالم به دخلګو په تعجیل اوتلوار سره په خپل حکم  یافتوی لیکلو کې عجله نه کوي ، که څه هم مستفتي ډير  الحاح -اوزاري کوي ځکه په حکم کې بي باکي کول  دجهنم کندو ته ځان غورځول دي .

۱۰= مستحب  ده چې  دفتوی،درس اودعوت  په سر کې بسم الله  الرحمن الرحیم  اوبیا حمداوصلوة ووایې  . که په فتوی کې بسم الله ولیکي نوهم کفایت کوي. کذافي اصول الافتاء  ص\  ۳۲۳

۱۱=  مفتي اوعالم  اوداعي ته مستحب ده چې خپل لباس  اوهیئت په ښه  طریقه برابر کړي ،باید له هغه ډول جاموڅخه چې شرعا مکروه وي يا دفساقو شعار وي ډډه وکړي  ،اوداسې طریقه اختیارکړي چې دخلقو په نظرکې شریف  اودعزت  وړوي  . کذافي اصول الافتاء ص\۳۲۴

۱۳=  مستحب ده چې عالم اومفتي به دشبهاتو څخه ځان ساتي  ، اصول الافتاء  ص\۳۲۷

۱۴=  مستحب  ده چې دمفتي اوعالم  به زیات شغل همدغه تفقه في الدين کې وي ، اوله دنيوي امورو څخه به خپل تعلق کموي  . کذافی اصول الافتاء  ۳۲۷

۱۵=  مستحب ده چې  مفتي سباق وي  الی العبادات والطاعات  النافلة   . اصول الافتاء  ص\۳۲۸

دمفتی ابویاسر له ځانګړو درسونو څخه

About admin