Home » بېلا بېلي لیکني » دصفري دمياشتي شرعي مسائل :

دصفري دمياشتي شرعي مسائل :

مسئله : څرنګه چي دصفري دمیاشتي له لمړي ورځي څخه تردیارلسم تاریخ پور ي داسلام نه وړاندي کفارو سخت منحوس ګڼل ، اوداخالص دکافرانو عقیده وه ، اوپه اسلام کي ددي عقیدي په کلکه تردیدشوی نو ځکه په دغه شپو کي کرکه کول یادغه ورځي بدي ګڼل   نه دی جایز   . فتاوی الرحیمیه ۱\۱۱۷- ۱۱۸

 

مسئله : ډیر خلک دصفري په میاشت کي کوژدن ، واده ، یاسفر   نه کوي ، نودایوه سخته ګناه ده اویوه غلطه عقیده ده . فتاوی الرحیمیة ۱\۱۱۸ واحسن الفتاوی ۱۴۷-۴۸

 

مسئله : په ځینو سیموکي آخري چهارشنبه دمذهبي مراسمو په ډول لمانځله کیږي اودافکرکول کیږی چي په دغه ورځ پیغمبرصلی الله علیه وسلم له بیماري څخه صحت موندلی وو . داعقیده هم ځکه غلطه ده چي د پیغمبرصلی الله علیه وسلم په دغه شپه بیماري زیاته شوي ، کیدی شي چي په دغه ورځو کي یهودو خوشحالي کړي وي ، فتاوی الرحیمیة ۱\۱۱۹ ملخصا ومثله في الفتاوی محمودیه ۱۵\۴۱۲ ومثله في احسن الفتاوی ۱\۳۶۰

مسئله : په دغه ورځو کي دمدرسو رخصتي کول یا په کورونو کي مذهبی مراسم جوړول شرعي اصل نه لري نو ځکه یې سرته رسول ناجایز دي . فتاوی الرحیمیة ۱\۱۲۰

 

مسئله : په ځینواسیمو کي چي کله دصفري میاشت ووزي نوماشومان دکورنو اواودروازو په ټکولو سره شورونه کوي ، ناري وهي   صفره ووته ، دغه هسي ماشومانو ته دکرکي عقیده ورکول دي ، چي بایدماشومان داسي عمل ته پری نه ښودل شي ، بلکه په کلکه ځیني منعه کړل شي . وړانديني

 

مسئله   : ځیني خلګ دصفري په آخیري چهارشنبه غسل کوي شریني ویشي او وایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي ورځ دصحت غسل کړی ده ، اوکه شریني ونه ویشي نو تاوان ورته رسیږي ، نو داټولي عقیدي بي بنیادي دي ،داطریقه غلطه ده اوځان ورڅخه ساتل ضروري دی ، نه په دي ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غسل ثابت ده ، اونه هم له صحابه وو یا نوروسلفو علماو څخه دشریني ویشل . فتاوی محمودیه ۱۵\۴۱۲ ملخصا.

 

من  فتاوی الصیام  لابي  یاسر عفی عنه

About admin