Home » درس القرآن » دیرغلګرو تبلیغاتي جګړه اودهغوئ شومي ارادې

دیرغلګرو تبلیغاتي جګړه اودهغوئ شومي ارادې

قال الله تعالی : يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (8) هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (9) الصف

ژباړه  :  داکافران اراده  لري چې په خپلو تبلیغاتو سره دالله تعالی ددين مخه ونیسې  ، خوالله تعالی به خپل دین ته مخه ورکوي  پوره به یې کړي ،که څه هم کافران داهیڅ نه خوښوي  ، الله تعالی خپل رسول په هدایة  اوحق دین سره لیږلی دی ، ددي لپاره چې دالله تعالی دين په نورو دینونو باندي غالبه کړي  .

لنډتفسیر  : په دغه آیة کې لوی خدای جل جلاله مومنانو ته دکفارو دشومو ارادو څخه خبر ورکوي چې  داکافران لکه چې ستاسو دوژلو اوله مینځه وړلو لپاره مقابلي ته راټولیږي همداسې ستاسو په خلاف هغوئ تبلیغاتي جګړه هم  په مخ وړي ،نودوی چې تاسي وژني همداسې غواړي چې ستاسودین هم له مینځه یوسي . یادالله تعالی ددين مخه ونیسې ، خوالله تعالی  دخپل دین بشپړونکی دی اوخپل دین به خپورکړي  ، که څه هم کافران دانه خوښوي  اودابه ورباندي ډیره سخته وي  .

په دغه آیتونوکې یوه اشاره دي لوري ته هم ده چې کله دالله تعالی ددين لپاره کومه ډله څرګنده شې اوغواړي چې دالله تعالی دین اوشریعت په زمکه نافذکړي  ، نودشیطان لښکري به دشیطان په لمسون راپاڅیږي اوزیار به باسې چې ددغه هدف مخه ونیسې، بلکه هرممکن خڼدبه په دي لاره کې جوړکړي او په دي لاره کې به دخپل ټول توان له صرفولوهیڅ ډول ډډه ونه کړي  ،

هوپه دي زمکه ددين نفاذ دمسلمانانو ددواړو زندګیو له خوشحالي ،سوکالي اوهوسایې نه ډک دی .چې بالعکس به ور سره  کافران د تل لپاره ذلیل اوخوار وي  . اودغه راز دی چې شیطان اودشیطان لښکري يې نه غواړي .

بلي خواته  الله تعالی له مسلمانو سره وعده کوي چې که کافران هرڅومره کوشش وکړي چې ددين مخه ونیسې نودوئ به دغه کارکې بریالي نه شې بلکه الله تعالی به دغه دین دزمکي په مخه خپورکړي  ، هولکه الله تعالی چې دغه وعده له مومنانو سره داسلام په لمړیوکې رښتوني ثابته کړه همداسې چې کله اوچېرته  دحق ډله راڅرګندیږي نوالله تعالی به ورسره خپله دغه وعده رښتوني ثابتوي .

اوپه پورتني آیة کې لوی خدای جل جلاله مؤمنانوته دکفارو دشومو ارادو دخبرترځنګ  داهم وویل چې  الله تعالی چې دخپل قانون اوهدایت دنفاذلپاره رسول لیږلی دهغه یوه موخه داده چې دغه دین په نورو ټولو دینونو باندي  غالبه اوبرلاسی کړي  .

About admin