Home » درس الحديث » ددې امت مسئولیت جهاداورزق یې غنیمت دی .

ددې امت مسئولیت جهاداورزق یې غنیمت دی .

عن عبد الله بن عمر رضى الله عنه  قال قال : رسول الله  صلی الله علیه وسلم  بُعِثتُ بالسيف بين يدی الساعة حتی يعبد الله وحده لاشريك له و جعل رزقی تحت ظل رمحی  وجعل الذلة والصغار علی من خالف أمری  ومن تشبه بقوم فهو منهم . رواه أحمد

ژباړه : حضرت عبدالله ابن عمر  رضى الله عنه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل :  زه تر قيامت له مخه الله جل جلاله  دتورى په قوت یوجهاد كونكی پيغمبر راليږلی يم،[یعني یومجاهد پیغمبر] تر هغه مهال به له كافرانو سره جنګيږم ترڅو چې دغه مخلوق دتوحيد كلمه ووايى . اويوازې د الله جل جلاله  عبادت وكړي ، الله جل جلاله  زما رزق اوروزي ځما د نېزې ترسيوری لاندى مقرره كړې ده ،  اوالله تعالی ذلة اوماتي  تل هغه چاته ورپه برخه کړې چې زماددین مخالفت يې کړي ، هرڅوك چي دچاسره ځان ورته کوي په قيامت كې به ئې الله جل جلاله  په همغه ډله كې راپاڅوي .

تشریح : پیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل : چې دقیامت نه وړاندي زه یوداسي پیغمبر راواستول شوم چې ډیره مشغله به مې جهاد وي اودالله تعالی ددښمنانوسره به جنګیږ م تردي چې   د شرک ،کفر اوفسادڅخه خلګ لاس په سرشي ، اوټول دتوحیدکلمه  ولولي ،

اولوی خدا ی  جل جلاله زمارزق زما ترتوري لاندي ایښي ، یعني الله تعالی موږ ته  رزق  دکافرانو له غنیمت  څخه ټاکلی ، کافران به مالونه   وسائل راوړي   اوبیابه  دجګړي په ډګرکې ماتي خوري  اودغه وسائل اواسباب به یې مجاهدینوته پاته کیږي . ځکه چې الله تعالی ذلت اوشکست تل ددغه بدبختو کافرانوپه  برخه کړی .یعني دهغه خلګو چې دالله تعالی ددین څخه انکار کوي ،درسول الله صلی الله علیه وسلم دارشاداتو مخالفت کوي  ، 

 

About admin