Home » عصري مسائل » له کمپنۍ نه داکسپائردرملوپه بدل کې سم درمل غوښتل

له کمپنۍ نه داکسپائردرملوپه بدل کې سم درمل غوښتل

استفتاء : محترم مفتي صاحب! موږ میډیکل (درملتون) لرو،چې موږ له یوې کمپنۍ څخه درمل راوړو، خوکله کله دوایي اودرمل تروخت تېرشي ، نوموږ یې بیرته کمپنۍ ته وروړو اودهغه په بدل کې  نوي  درمل راوړو ،خوداځل موږله یوې نوي کمپنۍ نه دوا واخسته په هغه کې یوڅه پاتي اوترتاریخ تېره شوه  اوس دوی موږته دهغه په بدل کې  نوي او تازه درمل نه راکوي ، نوپوښتنه موداده چې ایا موږپه کمپنۍ باندي دنوي درملوحق لرو اوکنه؟ المستفتي ډاکتر عبدالحق فراهي

الجواب حامداومصلیا وبعد:داچې ځیني کمپنۍ تروخت تېردرمل  درملتون والاته وربدلوي دایواځي تبرع اواحسان دی ورباندي لازم اوضروري نه دي،([1])خوکه ددرمل اخستلوپه مهال یې داشرط لګولی وي چې له ایکسپایرکیدلو(وخت تېریدلو) وروسته به یې رابدلوئ نوبیایې وربدلول ضروري دي ([2])

والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم ، کتبه : م محمد

 

[1]       لما في ’’ الہدایۃ ‘‘ : وإذا حصل الإیجاب والقبول لزم البیع ، ولا خیار لواحد منہما ۔ (۳/۲۰ ، کتاب البیوع ، ملتقی الأبحر :۳/۱۰ ، کتاب البیوع)ما في ’’ التنویر وشرحہ مع الشامیۃ ‘‘ : (وإذا وجدا لزم البیع) بلا خیار إلا لعیب أو رؤیۃ ۔ التنویر وشرحہ ۔ (۷/۴۷ ، کتاب البیوع ، مطلب ما یبطل الإیجاب سبعۃ)

[2]     لما في ’’ الجامع الترمذي ‘‘ : عن عبد اللہ بن عمرو بن عوف المزني عن أبیہ عن جدہ أن رسول اللہ صلی الله علیه وسلم قال : ’’ الصلح جائزٌ بین المسلمین إلا صلحًا حرّم حلالا أو أحلّ حرامًا ، والمسلمون علی شروطہم إلا شرطًا حرّم حلالا أو أحلّ حرامًا ‘‘ ۔ (۱/۲۵۱ ، کتاب الأحکام ، باب ما ذکر عن رسول اللہ صلی الله علیه وسلم في الصلح بین الناس ، رقم الحدیث :۱۳۵۲) (فتاویٰ دار العلوم دیوبند، رقم الفتویٰ :۴۲۱۳۱)

About admin