Home » علمي شخصیات » دسعیدبن مسیب  -رحمه الله- ژوندته لنډه کتنه

دسعیدبن مسیب  -رحمه الله- ژوندته لنډه کتنه

داده الله – جل جلاله – يوستر تفضل أوإحسان ده، چې پر أمت محمدې صلي الله عليه وسلم – يې کړيده، هغه دا:چې الله – جل جلاله- په هر دور اوزمان کې په امت کې داسې اشخاص پيداکړې، چې دامت دغم اوناخوالو لپاره دوا ،اودامت وحق ته درهبرې کولو جوګه وي، هغه که دجهادپه ميدان کي وي ،اوکه دعرفان، هغه که ده تقوي په ميدان کې وې، اوکه دعلم اوپوهې، درسول الله-  صلي الله عليه وسلم -قول ده: لايزال الله يغرس في هذه الأمة غرسا الحديث: له دي ډلي اوجملې څخه هم يو ستر فقيه ،محدث اولوي تابعي :حضرت سعيد بن مسيب -رحمه الله تعالی – ده.

نوم ،نسب ،اوزوکړه يې:

أبومحمد سعيدبن مسيب بن حزن ،بن أبي وهب،بن عمرو،بن عائذ، بن عبدالله،بن عمرو،بن مخزم،بن يقظه، ألمخزومې، ألقريشي ألمدني، دمور لخوا نسب يې: بنت عثمان،بن حکيم ،بن أميه،بن حارث،بن الأوقص،بن مره، بن هلال،بن فالج ،بن ذکوان ألسلمې.

زوکړه يې:دحضرت عمر -رضي الله عنه- دخلافت په دوهم کال باندي پيدا شوي،       ألثقات لإبن حبان:۲۷۳:۴:

علم أوپوهه يې:

حضرت سعيدبن مسيب – رحمه الله تعالی- يوله هغه إنسانانو څخه وو، چې له کامل فقاهت سره سره ستر محدث هم وو، حضرت مکحول- رحمه الله تعالی- وايې چې مادعلم په زده کړه په سې دځمکې سر ټول وغوښت، خو تر سعيد بن مسيب – رحمه الله تعالی –  مې لوي عالم نه ده ليدلئ، دحضرت عمر- رضي الله تعالی عنه –  په قضاياباندي ترهرچاښه خبر، اودأبوهريره- رضي الله عنه-  په أحاديثوترټولوښه عالم و؛ځکه چې دأبوهريره – رضی الله تعالی عنه –  دخيشاوندۍ اوزوم توب وياړ ورپه برخه وو،                                         ألثقات لإبن حبان: ۲۷۴:۴:إکمال في أسماء الرجال علي المشکوات

زهد اوتقوي ېې:

حضرت سعيدبن مسيب وايي:ماڅلويښت ځله دبيت الله شريفې زيارت کړی، اوديرش کاله کيږې چې مؤذن دهر وخت آذان کوي زه په مسجد کې دجماعت لپاره انتظار کوم،  ألثقات لإبن حبان:۲۷۴:۴:ألثقات للعجلي:۴۰۵:تراجم الأعلام علي أصول الإفتاء:۵۴:

حضرت سعيد اوزده کړه يې:

حضرت سعيدبن مسيب له ډيرو صحابه کرامو سره اوسيدلی اوله هغو څخه يې زده کړي ترسره کړي، چې يوله هغو څخه حضرت أبوهريره- رضي الله عنه-  ده، اوله ده څخه بياپه زيات شميرکې تابعينو هم زده کړي کړي دي چې ده هغوله جملې څخه يوهم لوي محدث علامه زهري- رحمه الله – ده،    ألإکمال في أسماء الرجال

تجارت اوإستغناء يې:

نوموړي داعادت درلود چې هيڅکله يې هم دچا څخه شئ نه ده ورآخيستئ، بلکه ځان يې داسي مستغنې کړي وو، چې په خپل تجارت به يې ګوزاره کوله، نوموړي   څلورسوه ۴۰۰- ديناره سرمايه درلوده اوپه هغه يې دغوړيو تجارت کول،    ألثقات للعجلي:۴۰۵:

مقبوليت يې:

دإمام شافعي – رحمه الله-  په نزد مرسل حديث حجت نه بلل کيږې،خوإمام شافعې -رحمه الله- په خپله وايې: چې دسعيدبن مسيب مراسل حجت دي ؛ځکه دي وايې چې کله ماهم دده دمراسيلوپلټنه کړي نومرفوع مي پيداکړي دي،تراجم الأعلام علي أصول الإفتاء:۵۴:

وفات يې:

ده الله جل جلاله دغه ستر رحمت دهجرت په (۹۳) کال باندي ده(عام الفقهاء) په کال باندي له دي دونيا سترګي پټي کړي، إنالله وإناإليه راجعون،     ألإکمال:ألثقات لإبن حبان:۲۷۴:۴:ألثقات للعجلي:۴۰۵:تراجم الأعلام علي أصول الإفتاء:۵۴؛

 

لیکنه : مفتي ابوعبیده 

About admin