Home » درس الحديث » دمجاهددتکبیرنعره اودالله تعالی ستره رضاء

دمجاهددتکبیرنعره اودالله تعالی ستره رضاء

عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” من كبر على سيف البحر تكبيرة رافعا بها صوته، لا يلتمس بها رياء ولا سمعة كتب الله له رضوانه الأكبر. ….

ژباړه : له ابوهریرة  رضی  الله تعالی  عنه څخه  روایت  دی چې  رسول  الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چا[کوم مجاهد] چې  ددریاب په ساحل  دتکبیرنعره پورته کړه  اوریاء يې نه کړه اونه يې  شهرة مطلوب  و نولوی خدای ج  به خپله ستره رضاء ورپه نصیب کړي .

تشریح : یعني  کوم مجاهدچې  لېري  ددریاب  په یوه څنډه دالله تعالی دیوه دښمن [کافر]سره په جهاد بوخت وي اودتکبير نعره يې ورباندي پورته کړه اوجهاد يې  دریاء اوشهرت  لپاره نه وي نولوی خدای جل  جلاله به په همدغه نعره  باندي خپله عظیمه رضاء  ورپه نصیب کړي  . اوچاته چې  رب  العزة  خپله  رضاء  وليكله هغه به دمحمدصلی  الله علیه وسلم  اوابراهیم علیه السلام  سره په اعلي جنت  کې  یوځای وي .

About admin