Home » بېلا بېلي لیکني » دعاشوراء ورځ اودهغې روژي اوفضیلت

دعاشوراء ورځ اودهغې روژي اوفضیلت

ليکنه: عزام افغان

د اسلامي تاریخ له لحاظه دکال لومړۍ میاشتي ته “محرم”ویل کیږي ، ددغي میاشتي یادونه الله تعالی د نورو میاشتو په لړ کې دتوبې په سورة کې داسي کړې ده :
إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَات وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ (سورة التوبة :۳۶)
“حقیقت دادی چې د میاشتو شمېر له هم هغي ورځي نه چې الله تعالی اسمانونه اوځمکه پيداکړي وه، دالله په لیکنه کې هم هغه دوولس دي اوله هغو څخه څلور میاشتي حرامي دي .”
له دغو څلورو حرامو میاشتوڅخه دریمه د محرم میاشت ده . دقرآن کریم دهمدې آیت تفسیر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسي رانقل شوی دی :”کال دوولس میاشتي دی ،څلور له هغو څخه حرامي دي،درې یو له بل وروسته دي،ذوالقعدة، ذوالحجة ،محرم اوڅلورمه د رجب میاشت ده “.او کماقال علیه السلام .
ددغي ټولی میاشتي روژې نیول بې شمېره ثوابونه لري او درمضان له میاشتي وروسته ددغي میاشتي د روژو ثوابونه زیات دي لکه څنګه چې ابو هریرة رضی الله تعالی عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : “دروژې له میاشتي وروسته دالله دمیاشتي محرم غوره روژی دي .”(رواه مسلم ۱۹۸۲)په حدیث شریف کې دیادي میاشتي د زیات فضیلت ا و تعظیم له امله دهغې نسبت دالله تعالی لورته شوی دی او د”الله میاشت محرم”یاده شوې ده . په همدې مبارکه میاشت کې الله تعالی موسی علیه السلام اوبني اسرائیلو ته له فرعون څخه نجات ورپه برخه کړ اوهغه یې غرق کړ. په دغه میاشت کې یوه ورځ ډېره مشهوره ده چې دعاشوراء ورځ ورته ویل کیږي ، او ددې میاشتي لسمه نېټه ده . عاشوراء دعربي لفظ له عاشر څخه اخیستل شوی دی اوعاشر لسمي نیټې ته ویل کیږي نو دعاشر له مناسبته دغه ورځ هم د عاشوراء په نامه یادیږي . همدغه به ددنیا اخري ورځ وي اوپه دغه ورځ به قیامت واقع شي . دعاشوراء په ورځ یوه بله ستره فاجعه درسول الله صلی الله علیه وسلم دلمسي حضرت حسین بن علی رضی الله تعالی شهادت هم واقع شوی دی . دعاشورا ء سره په عامه توګه په عربي کتابونو کې تاسوعاء هم یادیږي چې له عاشوراء څخه وړاندي ورځي او دمحرم دمیاشتي نهمي نیټې ته ویل کیږي . په سابقه امتونو کې دعاشورآء د ورځي روژه فرض وه ،خو پر دې امت چې کله الله تعالی د رمضان دمیاشتي روژې فرض کړې نو دعاشوراء دروژې فرضیت ساقط شو . دعاشوراء د ورځي روژه زیات ثواب لري اوپه احادیثو کې یې زیات فضیلت راغلی دی . لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : زه له الله تعالی څخه داهیله لرم چې دعاشوراء د ورځي روژه به دسابقه کال د ټولو ګناهونو دبخښي سبب وګرځي .(رواه مسلم ۱۹۷۶)دا دالله تعالی له فضل او مهربانۍ پرته هیڅ نشي بلل کېدای چې صرف د یوې ورځي په روژه نیولو سره دي ټول کال ګناهونه را وبخښي .
ددومره ستر فضیلت ترڅنګ ددغي ورځي روژه نیول سنت هم ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم نیولې ده . لکه په صحیحینو کې له حضرت معاویة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله علیه وسلم وفرمایل :دا د عاشوراء ورځ ده او روژه یې پرتاسي فرض کړل شوې نه ده ، زه دا روژه نیسم،له تاسي څخه چې دچاخوښه وي ودې نیسي او دچاچي خوښه وي افطار دي وکړي .” داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا روژه نیولې ده نوځکه سنت ده .
ددغي ورځي روژه باید څنګه ونیول شي ،یعني یوازي باید ونیول شي اوکه وړاندي یا وروسته بله روژه هم ورسره اضافه کړل شي،په اړه یې دعبدالله ابن عباس رضی الله تعالی عنه روایت را اخلو،هغه فرمایي کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاشوراء د ورځي روژه ونیول او دهغې دنیولو امر یې وکړ،نوصحابه کرامو ورته وویل : ای د الله رسوله ! دا هغه ورځ ده چې یهود او نصاری یې تعظیم کوي او درنه یې لمانځي . نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : راتلونکی کال به ان شاءالله دنهم روژه هم ورسره ونیسو “. ابن عباس رضی الله تعالی فرمایي راتلونکی کال دغه ورځ رانغله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له نړۍ څخه رحلت وکړ .(رواه مسلم ۱۹۱۶)
علماء لیکي چې یهودو به هم په دغه ورځ روژه نیول ،نویوازي ددغي ورځي د روژې په نیولو کې دیهودو سره مشابهت راځي ،ځکه علماء فرمایی چې دنهم او لسم دواړو روژه نیول مستحب دي له دې امله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دلسم روژه ونیول او دنهم د روژې نیت یې وکړ . همدې ته په بل حدیث کې داسي اشاره شوې ده کوم چې امام احمد له عبدالله بن عباس رضی الله تعالی څخه روایت کوې چې هغه وفرمایل : د یهودو مخالفت وکړئ ، له عاشورآء څخه یوه ورځ وړاندي یا وروسته روژه ونیسئ .
شیخ ابن عثیمین رحمه الله فرمایي : علماء کرامو دعاشوراء د روژو درې حالتونه ذکر کړي دي :
لومړی :له عاشورآء څخه یوه ورځ وړاندي او یا وروسته روژه نیول .
دوهم :صرف دعاشوراء روژه نیول .
دریم :له عاشورآء څخه وړ اندي او وروسته ددواړو ورځو روژه ورسره نیول . بهتره داده چې یوه ورځ وړاندي او یوه ورځ وروسته روژه ورسره ونیول شي ،بیا غوره صورت دادی چې دنهمي او لسمي ورځي روژه ونیول شي . دریم غوره صورت دادی چې دلسمي او یوولسمي نیټې روژه ونیول شي کنه نو بیا دي دلسمي نېټې روژه ونیسي ا ویوازي ددغي ورځي د روژې په نیولو کې کوم ډول کراهت نشته.
ځيني خلګ پردې نظریه وي چې په دغه ورځ پرخپلو اولادونو پراخي راوستل ددې لامل ګرځي چې ټول کال دي ورباندي پراخي وي ، داهیڅ حقیقت نه لري اونه یې په کوم حدیث او یا اثر کې ثبوت شته . شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایي : دشوراء په ورځ پر اهل اوعیال پراخي راوستل او دا اعتقاد لرل چې څوک چې داسي وکړي ،الله تعالی به ټول کال پراخي ورپه برخه کړي اوله دې حدیث څخه استدلال کوي :پرخپلو اولادونو په عاشوراء کې پراخي راولئ،څوک چې پرخپلو اولادونو په دغه ورځ پراخي راولي ،الله تعالی به ټول کال پرهغه پراخي راولي . دا یو اوږد موضوعي حدیث دی اوپر رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ تړل شوي دي . علامه سیوطي رحمه الله فرمایي : داحدیث موضوع دی .(اللآلی المصنوعة ۱۱۰-۱۰۹/۲)
ځیني نور خلګ بیا په دغه ورځ ځیني نور رسومات لمانځي چې ټول له شریعته لري او خرافات دي . شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله فرمایي :اوټول امور لکه له عام عادت څخه زیاته ډوډۍ تیارول ، نوي جامې اغوستل ،پر اهل وعیال پراخي راوستل ،په دغه ورځ دټول کال دضرورت شیان رانیول ،یوځانګړی مخصوص لمونځ اداکول ، څاروي حلالول ، دمسجدونو زیارتونو او سیل ته تلل اوداسي نور هغه بدعتونه او منکرات دي چې نه هم د رسول الله سنت دی،نه له خلفاء راشدینو څخه ثابت شوي دي اونه هم دمسلمانانو له سترو امامانوڅخه لکه امام مالک،ثوري،لیث بن سعد،امام اعظم ابوحنیفه،امام اوزاعي ،امام شافعي،امام احمد بن حنبل،اسحاق بن راهویه او نه هم ددوی په څير دمسلمانانو له امامانوڅخه چا مستحب ګڼلي دي .(مجموع الفتاوی .(۲۵/۳۱۲)

About admin