Home » بېلا بېلي لیکني » دکتاب اومطالعې ادآب [۲]

دکتاب اومطالعې ادآب [۲]

= په تېرپسې

  1. کله چې چېرته روان  یاست اوکتاب موپه لاس کې  وي نوکتاب  به ښې لاس اودسیني سره نیسئ ! غوټه یاچپل چپ لاس ته کړئ !
  2. دکتاب دمطالعي  په مهال ترخپله وسع  پښې  مه غزوئ  اوکه ستړیاډيره وي نو دقبلې  خواته له پښې غزولو څخه  ډډه وکړئ  !
  3. کتابونوته هم پښې  مه غزوئ  !
  4. کتابونه په ماشومانو یوې بلې خواته مه انتقالوئ  اومه دارااخستلو اوښودلو ورته وایاست  !
  5. لوی کتابونه  په وړوکوکتابونو سره بیره مه ږدئ  !
  6. کتابونه یوپه  بل مه سره کوټه کوئ !
  7. دتفسیرکتابونه به ترټولو لوړ بیا دحدیثواوبیاوروسته دفقهې  کتابونه ږدئ!
  8. کتاب ته دتحقیر په ډول کله هم  اشاره مه کوئ ٬!
  9. کتاب په سپک نوم  کله هم  مه یادوئ !
  10. کتاب ته دخپلو خبرو یادرسې جزبې  په مهال ټک یاڅپېړه مه ورکوئ  !داداهل العلم کارنه دی .
  11. دمطالعې په مهال  دخوراک  ،مجلس  یاموبائل  اونورو داسې  څېزونه چې  دمطالعې  تمرکز ختموي  باید پرهیز وکړئ !.
  12. دمطالعې په مهال  ټول ځان  یایوه اندام  ته   حرکت  ورکول  یاپه ږیره اوبریتو باندي مشغولیدل  سم  حالت  نه دی .
  13. دوقف کتابونه  له  معلوم  ځای څخه  بل  ځای ته وړل  جائزنه دي  .
  14. دوقف له کتابونو څخه  داستفادې  په مهال زیات  احتیاط  کول  ضروري  دي .والا  دضرر جبېره به کوي  .
  15. دوقف کتابونه مه خپله  له ځان  سره  کورو  یاحجرو ته  وړئ  اومه يې  بلچاته  دکورلپاره ورکوئ

پاتې  لري ………

دمفتي ابویاسر دځانګړو درسونو دلړۍ څخه

About admin